د کامیابو خلکو ۱۰ مثبت کاري عادتونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
بریالي کسان ډېر مثبت کاري عادتونه لري، په هره کاري برخه کې، له کار سره مینه افراد له یوبل سره نښلوي او د ټولو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي. سره له دې چې کله وخت بدن کمزوری وي، خو روح دغه راز لېوال دی. په یاد مو وي، چې روغ بدن او هوښیار ذهن غوره او لوړې پانګې دي. که چېرې تر ډېر اروایي فشار لاندې یاست، نو هڅه وکړئ، چې لږ آرام وکړئ، ترڅو خپله انرژي بېرته تر لاسه کړئ. سبا یوه بله ورځ ده.
لاندې تګلارې وازمایئ:
۱ ـــ پروګرام جوړ کړئ
د ځان لپاره یو مهال وېش ولرئ، د هغه پر بنسټ د ځان لپاره پروګرام جوړ کړئ. هغه کارونه، چې غواړئ، له سهاره تر ماښامه پورې یې ترسره کړئ، د هرې ورځ په یوه ځانګړې پاڼه کې یې یاددښت کړئ، د هغو کارونو ترڅنګ یو ټیک مارک ووهئ، کوم چې ترسره کېږي.
۲ ـــ لږه زیاته هڅه وکړئ:
انګېزه ډېر زیات ارزښت لري. که چېرې په کار ځای کې د ۸ ساعتونو د کار کولو په بدل کې تاسو ته تنخوا درکوي، یوازې د تنخوا اخیستلو لپاره کار مه کوئ، له ۸ ساعتونو څخه ډېر کار وکړئ او کله وخت اړینه ده، چې له تنخوا پرته کار وکړئ.
۳ ـــ په ورځ کې له ۸ ساعتونو څخه زیات کار وکړئ
معمولاً هغه کسان، چې په ورځ کې له ۸ څخه ډېر کار کوي، نو بریالي افراد دي. دا کسان حتا په خپل کور کې هم د ترسره کولو لپاره کارونه لري، د کار ترڅنګ زده کړې هم کوي او د زده کړو ترڅنګ کار هم کوي. دا کسان کولای شي ناظر او مدیر هم واوسي.
۴ ـــ په خوښۍ او رضایت سره کار وکړئ
لاسته راوړنې هغه مهال ترلاسه کېږي، چې په ښې روحیې سره کار وکړئ. خوشاله اوسېدل باید له کار ځای څخه کور او کورنۍ ته هم ولېږدوئ.
۵ ـــ په کار ځای کې له خپلو همکارانو سره مینه ولرئ
له غیبت کولو څخه لرې والی اختیار کړئ؛ ټولو ته درنښت ولرئ، په حالت یې پوه شئ او مراعت وکړئ، خپل همکاران د خپلې کورنۍ د غړو په څېر وګڼئ، له هغوی سره په رښتینولۍ او مسؤولیت سره چلند وکړئ.
۶ ـــ روغ او منظم واوسئ
ښه او سالم خواړه وخورئ، بښونکي واوسئ، کار ځای خپل دویم کور وګڼئ. لوړپوړي مقامات باید د خپلو کارمندانو ستونزو ته رسیده ګي وکړي. باید په بشپړه توګه حفظ الصحه مراعت کړئ او ظاهري بڼه مو ښکلې او منظمه وي.
۷ ـــ په کوم ځای کې چې کار کوئ ورته ژمن واوسئ، خو خپل شکایت مطرح کړئ
د یوه شرکت کارکوونکي باید یو بل ته او هغه ځای کې چې کار کوي ژمن وي، که چېرې کوم شکایت لري، نو مطرح دې کړي او د حل لاره دې ورته پیدا کړي. کاري غونډې د همدې لپاره جوړېږي.
۸ ـــ له خپلو کارمندانو څخه ملاتړ وکړئ او هغوی ته انګېزه ورکړئ
د هغوی لپاره آزاد کار ځایونه جوړ کړئ او هغوی له نویو خبرونو او معلوماتو څخه خبر کړئ، ترڅو د هغوی د ودې او پرمختګ سبب وګرځي.
۹ ـــ پوه شئ چې پیسې له خدمت څخه وروسته ارزښت لري، ښه کار له تنخوا څخه ډېر زیات اهمیت لري
خپل کار الله (ج) او نورو ته ډالۍ کړئ. ستاسو کار ځای څه دولتي سازمان وي او څه خصوصي، باید له معنویاتو څخه مالامال وي.
۱۰ ـــ وخاندئ او د همکارانو ترڅنګ له کار کولو څخه خوند واخلئ
د یو بل لپاره دعا وکړئ؛ د یوبل ترڅنګ خواړه وخورئ، د یو بل ترڅنګ کار وکړئ، پوه شئ، چې هر انسان د الله (ج) ارزښتمن مخلوق دی او ډېر زیات استعدادونه پکې نغښتي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.