د پاکستان پیلوونکی لوبغاړی احمدشهزاد د پاکستاني کرکټ بورډ له خوا د ۴ میاشتو لپاره له لوبو منع شو.
نوموړي یو ځل د پاکستان د کرکټ بورډ پر وړاندې اعلامیه خپره کړې وه، چې په هغې کې یې د پاکستاني کرکټ بورډ اصول مات کړي وو او له هغې وروسته یې د جولای په میاشت کې د تشو بولو ټېسټ وشو، چې د ټېسټ پایله یې مثبته راووته او نوموړی مجرم ثابت شو، چې ډوپېنګ یا ځواک ورکوونکي درمل یې کارولي دي.
پاکستاني کرکټ بورډ هغه د جولای میاشت څخه تر نومبر ۱۱ مې نېټې پورې له لوبو محروم کړی دی.
هغه د پاکستان په کورنيو یو ورځنیو کرکټ سیالیوکې هم له لوبو کېنول شوی دی.
پاکستاني احمد شهزاد هم د کرکټ بورډ پرېکړه منلې او ویلي یې دي د ده ځنډول به د نومبر په ۱۱ مه نېټه پای ته ورسېږي.
۲۶ کلن احمد شهزاد د جون په ۱۲ مه او ۱۳ مه نېټه د سکاټلېنډ خلاف شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی؛ خو د اسټرالیا او زِمبابوې خلاف د شل اوریزو لوبو درې اخیزه لوبلړۍ کې له نوملړ څخه وایستل شو.
د شهزاد د تشو بولو ټېسټ د پاکستان د ډوپېنګ پرضد ادارې واخېست او پایله یې مثبته وه.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني ویلي، چې د ډوپېنګ په هکله د کرکټ بورډ حوصله صفر ده او لوبغاړي باید راتلونکي کې د دغو درملو له کارولو پوره ډډه وکړي.
احمد شهزاد په ۲۰۰۹ م کال کې پاکستانۍ لوبډلې ته راغلی، چې د اسټرالیا خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په عربي متحده اماراتوکې ولوبېد.
نوموړي ۱۵۱ بېلابېلې نړیوالې لوبې کړي او د چمپین ټرافي پرمهال له لوبو په دې سبب وایستل شو، چې ښه فوم کې نه و، یو ځل یې په ۱۲ توپونو انډه وخوړه او له هغې وروسته یې په ۱۷ توپونو اته منډې کړې وې، ۲۰۱۷ کال کې هغه بیا د نیوزیلېنډ په سفر کې نوملړ کې وانه اخېستل شو.
۲۰۱۷ اپریل میاشت کې یې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز خلاف کړې او وروستۍ ټېسټ سلیزه یې د ویسټ انډیز خلاف په ۲۰۱۴ کال کې وهلې، چې ۱۷۶ منډې یې پکې کړي.
د ۲۰۱۸ پي ایس ایل کورنیو سوداګریزو لوبو کې ملتان سلطان لوبډلې اخېستې و او په ۹ پاڼیو کې یې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې ۱۹ اعشاریه ۲۲ یې اوسط و.
له دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال کې افغانی شهزاد محمدي هم د یو کال لپاره د ډوپېنګ د کارولو له امله له هر ډول لوبو د کرکټ نړیوالې شورا له خوا محروم شوی و او اوس پاکستانی احمد شهزاد د څلورو میاشتو لپاره په همدغه برخلیک اخته شو.