د هندۍ سینما مشهوره فلمي ستورې ډپيکا پډکون دا ځل د یوې داسې هندۍ مېرمنې پر ژوند په جوړیدونکي فلم کې کار کوي چې څهره یې تېزابو بدرنګه کړې ده.
دغه فلم د هندوستانۍ مېرمنې لکشمي اګروال په ژوند جوړیږي هغه چې د ژوند دردونکي کیسه لري.
لکشمي اګروال هغه ځوانه هندۍ مېرمن ده چې د تیزابو د شیندلو قرباني شوې، خو اوس ورته د هندۍ سینما مخ اوښتی او غواړي چې په ژوند یې فلم جوړ کړي.
مېرمن اګروال، که څه هم څهره یې تېزابو بدرنګه کړې خو خپل همت یې له لاسه نه دی ورکړي او یوه باهمته او مشهوره هندۍ مېرمن یادیږي.
هندۍ رسنۍ اوس وایي، ډپيکا پاډوکون د تیزابو د قرباني شوي ځوانې مېرمنې په ژوند فلم کې کار کوي.
د رپوټ له مخې، ډپیکا پاډکون به نه یوازې دا چې په دغه فلم کې مرکزي رول ولوبوي، د دغه فلم د پروډسرۍ چارې به هم د ډپيکا پډکون مخته یوسي.
ډپيکا ویلي، کله چې یې د دغه ځوانې مېرمنې په ژوند د جوړیدونکي فلم کیسه یې واوریدله، نو ویې ویل، دا یوازې پر یوې نجلۍ د ظلم، زیاتي او تاوتریخوالي کیسه نه ده، بلکې دا د دې مېرمنې د زړورتیا او حوصلۍ سره د ژوند د پر مخ بیولو یوه بهترینه کیسه ده.
پاډکون زیاته کړې؛ د لکشمي د ژوند له کیسې زیاته متاثره شوې او همدا لامل دی چې پرېکړه یې وکړه چې په دغه فلم کې به یوازې د یوې اداکارې چې د فلم مرکزې رول ولوبوي بسنه ونه کړي بلکې د فلم پروډیوس برخه به هم په خپله غاړه واخلي.
دیادولو ده چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې لکشمي اګروال د یوه واده له وړاندیزه انکار وکړ چې یې سخت په زیان تمام شو او وړاندیز کوونکي یې د انکار په بدل کې پر مخ تیزاب وپاشل.
تیزاب پاشل د لکشمي د بدرنګېدو لامل شول، خو د هغې همت او حوصله یې کمزورې نه کړه او نن د هندوستان مشهورو مېرمنو په قطار کې یوه ده.
نوموړې د امریکا د متحده ایالاتو څخه یو مډال هم لري او د لندن په یوه فشن ویک کې یې هم ګډون ته زړه ښه کړی و.