پاکستان کرکټ بورډ خپل هغو لوبغاړو ته په افغان پریمیر لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنه کړه چې له بورډ سره قرداد لري.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، د پاکستاني بورډ د پرېکړې له مخې یوازې هغه لوبغاړي کولی شې په دغه لیګ کې ولوبیږي چې له لوبو یې استعفا کړي وي.
د پاکستانیو رسنیو د رپوټ له مخې تر اوسه یوازې شاهد افریدي ته په افغان شل اوریز لیګ کې د لوبېدو اجازه ور کول شوي.
د پاکستان ځینو لوبغاړو له بورډه غوښتي چې د دوی په غوښتنلیک دې بیا ځلي غور وکړي او که ممکن وي نو اجازه دې ورکړي.
ټاکل شوې چې افغان پریمیر لیګ سیالۍ د رواني اکټوبر میاشتې په ۵ نېته پیل شې چې ورته د ګوتو په شمار ورځې پاتي.
د پاکستاني رسنیو په حواله څو ورځې وړاندې کامران اکمل، سهیل تنویر، محمد عرفان او افتخار احمد خپل اجازت لیکونه بورډ ته سپارلي ول، خو بورډ ورته اجازه نه ده ورکړي.
د رپوټ له مخې، پاکستان خپلو ټولو لوبغاړو ته ویلي چې د بورډ د پالیسۍ له مخې یې بغیر له ریټایرډ لوبغاړو نور هېڅوک نشي کولی په دغه لیک کې ولوبیږي، د معلوماتو له مخې د پاکستان زیاتره لوبغاړو د بورډ په دغه پرېکړه خواشیني ښودلې.
بل لورته: محمد حفیظ، وهاب ریاض او فهیم اشرف چې په افغان پریمیرلیګ کې اخیستل شوي ورته تازه د پاکستان په ملې لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی، چې دوې هم نشي کولي په دغه لیګ کې ولوبیږي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، هغه لوبغاړي چې اجازه نه ده ورکول شوې د خپلو لوبډلو مالکانو ته یې خبر ورکړی تر څو پر ځای یې د نورو هېوادونو لوبغاړي راونیسي.