په رونالډو د یوې میرمنې د جنسي تیري تور او د هغه ځواب

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د فوټبال د نړۍ افسانوي لوبغاړي کرسټيانو رونالډو د یوې امریکایي مېرمنې لخوا پر ده پورې شوي تورونه رد کړي او بې اساسه یې بللي.
څو ورځې وړاندې یوې امریکایي مېرمنې پر رونالډو تور پورې کړ چه ګنې له دې سره له چل وله کار اخیستی او دوکه کړې یې ده.
د دې تر څنګ دغه امریکایې مېرمنې پر رونالډو تور پورې کړی چې پر نوموړې یې جنسې تیری کړی، خو اوس رونالډو دغه ټولو تورنه رد کړي او دا خبرې یې پرته له دروغو بل څه نه دي بللي.
رونالډو پر انسټاګرام په یوه خپره شوې ویډو کې وایي؛ خلک یې له نوم او مشهورتیا ګټه اخلي او غواړې د ده په نوم ځانته شهرت پیدا کړي، په خبره یې دا عادي خبره ده.
رونالډو د فوټبال په نړۍ کې له مخکښو لوبغاړو دی چې اوس مهال د ایټالوي کلب یووینټس په ګټه لوبیږي، دغه ستوری مخکې د ریال مادرید سره لوبېده.
د رونالډو وکیل ویلي، چې د جرمني د اخبار ډرشپیګیل په وړاندې به هم قانوني ګامونه واخلي، ځکه چې دغه اخبار د تهمت کوونکي ښځې اوازې خپرې کړي دي.
د اخبار لخوا په خپرو شویو معلوماتو کې د کیتهرین مي یورګا په نوم یوې ۳۴ کلني امریکایې مرمنې ادعا کړي چې په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې د امریکا د لاس ویګاس ښار په یوه هوټل کې رونالډو هغې ته دوکه ورکړې.
مېرمنې یورګا ویلي په هماغه وخت یې هم رونالډو په وړاندې عریضه کړې وه.
په اخبار کې د دغه امریکایې مېرمنې له خولې لیکل شوي؛ رونالډو د محکمې او قانون نه د ژرغونې په خاطر له مېرمن کیتهرین مي یورګا سره خبرې وکړې او نوموړې ته یې د ۳۷۵۰۰۰ ډالره ورکړل، تر څو له خپلې غوښتنې تېره شي.
د یادولو ده چې سږ کال رونالډو د هسپاینه کلب ریال مادرید پرېښودو او د یوه ایټالوي کلب یووینټس سره یې د یوه کروړ ډالرو په مقابل کې د لوبې کولو قرداد لاسلیک کړ.