پوستکي ته ښکلا ورکوونکي خواړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
یوشمېر پیغلې اوځوانان، د پوستکي د ښکلا لپاره له بیلا بېلو لارو چارو کار اخلي، همدارنګه د مخ ښکلا لپاره په کریم او د ښکلا په سامانونو ډېرې پېسې لګوي، راځئ له دې وروسته د خوړو په مرسته د مخ پوستکی مو ښکلا او تازه وساتئ.
د پوستکي (جلدي) ډاکتران وايي مناسب خوراکي توکي کولای شي پوستکي ته ګټه ورسوي، له ګونځو، چرک او تر وخت مخکې زړښت يې خوندي ساتي. ستاسې د پوست مقاومت د لمر د زيانونو او مضرو شعاعو پر وړاندې ځينې خوراکي توکي لوړوي.
د پوستکي د ښکلا او تازه ساتلو لپاره دا خواړه وخوړئ:
۱- ګازرې
ګازرې (زردکې) پوستکی ښکلی او تازه ساتي. د ګازرو د اوبو په څښلو سره د انسان بدن داسې ويټامينونه تر لاسه کوي چې هغه د پوستکي لپاره ګټور دي. همدارنګه ګازرې د پوستکي اړوند ناروغۍ چې د ويټامين A د کموالي له امله رامنځ ته کېږي، مخنیوي کوي.
۲- کبان
په کبانو کې امېګا درې غوړي موجود دي چې د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې مهم رول لري، خو د دې تر څنګ د پوست په ښکلا او تازه پاتې کېدو کې هم رغنده رول لوبولای شي.
۳- سره غوښه
سره غوښه له معدني موادو مال امال ده، له دې سره پوست بيا رغېږي او په دې برخه کې غوره رول لري. کېدای شي د سرې غوښې له استفادې سره مو د مخ وېښتان هم کم شي.
۴- مرچ
په خوراک کې مو سره مرچ زيات کړئ، دا د پوست په مقاومت کې رول لري او پوست خوندي ساتي. تاسې کولای شئ، له سي‌ويټامينونو استفاده وکړئ چې د وجود او پوست مقاومت مو لوړ شي. سي‌ويټامين په ځمکنيو توتو، کيوي او نورو هغو کې هم پيدا کېږي.
۵- چای
له يوه ګيلاس شين چای سره مو پوست ته ښکلا ور وبخښئ. شين چای ځينې ځانګړي مواد لکه اکسيډان لري او کولای شي، ستاسې له جلدي ښکلا سره مرسته وکړي. د شين چای استفاده مو د پوست له ګونځوالي، چرک او نورو ستونزو ساتي. څېړنې ښيي چې د شين چای استفاده د پوستکي د سرطان خطر هم کموي.
۶- خوږه
دا خبره له ياده وباسئ چې وايي، د خوږو له استفادې سره مو پوست د بخار يا دانو ښکار ګرځي. خواږه کولای شي، د پوست د روښانه کېدو، ښکلا او ښه‌والي په برخه کې درسره مرسته وکړي. هغه کسان چې لا اقل د ورځې په اوږدو کې يو ککاو خوري، د هغوی د پوست مقاومت زيات وي او ښکلا يې ډېره وي. خو له ‌ډیرو زیاتو خوړلو یې باید ډډه وکړئ.
۷- بادام
ډېری وخت بادام استفاده کړئ، په بادام کې پرېمانه اي‌ويټامين شته. دا وچه مېوه انټي اکسډان لري چې د پوست د ګونځو، چرک او زړښت مخه نيوی شي او کولای شي د پوست د خرابوالي مخنيوی هم وکړي.