مستې ګټور خواړه او د مفیدو باکټریاوو سرچینه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
مستې د ګټورو موادو غوره سرچینه ده. تازه څیړنو ښودلې، هغه کسان چې درې وخته له خوړو سره مستې خوري، کیدای شي چې د عمر د اوږدیدو سبب یې شي.
په ایران کې د یو طبی مرکز د څیړونو ډلې مندلې، چې مستې په پریمانه اندازه د کلسیم، فاسفورس، ويتامين B۲، ويتامينB ۱۲، ويتامين B۵، پوتاشیم او د پروتين لري، چې د بدن د ټولو غړو د روغتیا لپاره ګټور دي.
مستې همدارنګه په بدن کې هغه باکټریاوې وژني، کومې چې د انسان د صحت ته تاوان رسوي.
څیړونکي وايي په مستو کې داسې ګټورې حجرې هم شته چې د انسان د عمر په اوږدیدو کې مرسته کوي.
څیړنو ښودلې مستې له هغه کسانو لپاره هم ډېرې ګټورې دي، چې د ویني له کموالي سره مخ وي. همدارنګه هغه ماشومان چې وجود یې ضغیف وي، د مستو په خوړولو سره کولای شي د وینې جریان یې ښه شي او بدن یې د ناروغیو په وړاندې مقاومت پیدا کړي.
د مستو بله ګټه دا ده چې بدن ته قوت او انرژي ورکوي.
په ورته وخت کې مستې د کلسیمو او ویټامین ډي په لرلو سربیره د فعالو او ژوندیو ارګانیسمونه لرونکي دي چې د هډوکو په سلامتۍ کې مهم رول لري، د هډوکو د کمزوري کیدو مخه نیسي او تر ډیره یې پیاوړي ساتلی شي.
روغتیاپالان وايي، که د لویو کولمو سلامتیا غواړئ نو سهار وخته په نهاري مستې وخورئ.
مستې د لوې کولمې په سالم ساتلو کې ډېره مرسته کولای شي. د لاکتوباسیلوس ګټوره باکټریا چې په مستو کې شته د کولمو او ښې هاضمې لپاره یوه ګټوره بکټریا ده.
هغوی چې مستې ډیرې خورې، د کولمو په ناروغیو کم اخته کیږي.
په مستو کې موجودې ګټورې باکټریاووې یا ( مایکرو اورګانیزمونه ) د مضرو باکتریاوو او د سرطاني حجرو د رامنځته کېدو مخنیوی کوي. او سرطاني حجرې ودې ته نه پرېږدي.
په ټوله کې د مستو په خوړلو سره ستاسو ښه روغتیا د دې لامل کیږي چې، ستا د ژوند په ډېروالي کې مرسته وکړي.