ګرځنده ټلیفونونو متخصصینو د ایپل کمپنۍ نوي تولید کړي Xs ایفونونه په مالي لحاظ څېړلي او پر دغه لګښت راغلی لګښت یې اعلان کړی.
د اسپوتنیک وېب پاڼې د راپور له مخې، د دغه ټلیفون پر یوه سیټ ټول ۳۹۵ ډالره لګښت راځي.
د دغه نوي ماډل ایفون د لګښت اندازه له ایفون x څخه ۴۸ ډالره زیاته ښودل شوې.
ویل شوي، چې د ایفون نوی ماډل ټلیفون بازار ته په ۱۱۰۰ ډالرو وړاندې کیږي.
د نوي ایفون بازار ته راوتل
د ایپل کمپنۍ تولید نوي ایفون نوي ټلیفونونه د سپتمبر میاشتې په دولسمه رسماً د امریکا په کلفورنیا ایالت کې نندارې ته وړاندې شول.
د ایفون د تازه بازار ته وتو ټلیفونونو په اړه منتقدینو ویلي، چې وایفای برخه یې چندانې نه ده . یانې هغه ډول چټک کار نه کوي، چې کاروونکو یې له نوي او پرمختللي ماډل ایفون څخه تمه لرله.
د ایفون د نوي ماډل ټلیفون نمونې تراوسه ټولې نړۍ ته نه دي رسیدلي، ځکه خو یې د ځانګړنو په اړه ډېر دقیق معلومات نشته.
مخکې ګومان کیده ، چې د دې ډولونو یو ډول به د ایفون د مخکینیو بڼو په پرتله لوی اوسي.
ویل کیدل، چې د ایفون نوي ټلیفونونه به دا ځل په ډېرګومان طلایي رنګ ولري.
د رنګ په اړه یې دا وړاندوینه په دې دلیل شوې وه، چې د ایپل شرکت له لورې د نویو تولیداتو د معرفۍ مراسمو ته یې بلنلیکونه په دغه رنګ چاپ شوي.
سربېره پردې ویل شوي، چې ایپل کمپنۍ د ایفون ۱۰ لپاره یې د امریکا د اړیکو له فیډرالي کمیسون څخه د طلایي رنګ د غوره کولو جواز غوښتی.
تراوسه پورې د ایفون ټلیفونونه له دغه رنګ سره بازار ته نه دي وړاندې شوي.
د ایفون موبایلونو په اړه
ایفون موبایلونه د ایپل کمپنۍ تولیدات دي، چې نوم یې هم د دغې کمپنۍ د نوم له لنډیز څخه جوړشوی.
دا ټلیفون په لومړي ځل د ۲۰۰۷ د جون په ۲۹ مه هغه مهال نندارې ته وړاندې شو، چې استیو جابز د ایپل کمپنۍ اجرایه مشر و.
ایفون له نورو ډېرو موبایلونو سره په توپیر د ډېرو پروګرامونو د لرلو او هم د ښه خوندیتوب ځانګړنه لري.
د دغه ټلیفون ګڼ ډولونه تراوسه بازار ته وړاندې شوي، لکه: ایفون ۱، ایفون ۲، ایفون ۳، ایفون ۴، ایفون ۵، ایفون ۵ ایس، ایفون ۵ سي، ایفون ۶ پلاس، ایفون سیکس، ایفون ۶ ایس، ایفون اس ای، ایفون ۷، ایفون ۷ پلاس، ایفون ۸، ایفون ۸ پلاس، ایفون ایکس…