په نړۍ کې د ژوند لپاره غوره هیوادونه او د اسیا قیمتي ښارونه

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
د انټرنېشن په نوم انټرنټي پلت فارم په بهر کې د ژوند کوونکو کسانو يوه نظر پوښتنه کړې ده. د دغې نظر پوښتنې له مخي، که يو څوک له خپل هيواد څخه د باندې ژوند او کار کول غواړي نو دغه هيوادونه ورته تر ټولو غوره دي:
۱- بحرين
۲- تايوان
۳ – ايکوادور
۴- مکسيکو
۵- سينګاپور
۶- پرتګال
۷- کوستا ريکا
۸ ـ اسپانيا
۹ ـ وينيزويلا
۱۰ چک
۱۱- آلمان
۱۲ ـ هندوستان
۱۳ ـ سعودي عربستان
۱۴ ـ کوېټ
د آسيا په دې هیوادنو کې ژوند کول ډېر لوړ لګښت لري:
– بیجنګ، چین

د نړۍ د لسو قيمتي ښارونو په ډله کې پر نهم نمبر باندې د چين بيجنګ ښار دی. په دغه ښار کې د اوسېدو د ځايونو قيمتونه او کرايې په دوامدراه توګه د لوړیدو په حال کې دي. د دغه ښار نړيوال ښوونځي هم په دوامداره توګه د زده کوونکو فيسونه لوړوي. په دغه ښار کې د زياتو خلکو لپاره اوسېدل د جګو قيمتونه له کبله نوره ناشونې خبره ده.
– شانګھای، چین

د چين په مرکزي خاوره کې تر ټولو قيمتي ښار د شانګهای ښار دی. د چين دغه بندري ښار د نړۍ د تر ټولو قيمتي ښارونو په ډله کې پر ۷ مقام دی. په دغه ښار کي د ۸۵ مربع متر د يوه کور مياشتنۍ کرايه د ۱۸۰۰ او ۲۱۷۰ ډالرو تر منځ ده.
– سیئول، جنوبي کوریا

د جنوبي کوریا پلازمېنه سیئول له بهر څخه د راتلونکو اوسېدونکو له پاره د نړۍ په تر ټولو قيمتي ښارونو کې پر پنځم مقام دی. لوړ قيمتونه نه يوازې د بهرنيانو بلکه په خپله د دغه ښار د اوسېدونکو لپاره يوه لويه ستونزه ده. د بېلګې په توګه په دغه ښار کې د يوې پيالې کافي قيمت لس ډالره او د يوه جينز پتلون اوسط قيمت ۱۵۰ امريکايي ډالره دي. په ټوليزه توګه په دغه ښار کې ژوند کول خورا زيات مصارف غواړي.
– سنګاپور

سنګاپور ته د جنوبي اسیا د مالياتي مرکز په توګه کتل کيږي. د بهرنيانو لپاره دا د نړۍ په تر ټولو قيمتي ښارونو کې پر څلورم مقام دی. په دغه ښار کې د جينز پتلون اوسط قيمت له ۱۰۰ ډالرو څخه پیلیږي. دغه قيمت د امريکا د نيويارک ښار په پرتله دوه چنده زيات دی. په دغه ښار کي د يو ليټر پټرولو قيمت دوه امريکايي ډالره دی.
– توکیو، جاپان

د جاپان پلازمېنه توکيو تر ۹ مليونو څخه زيات نفوس لري او دغه ښار د نړۍ له قيمتي ترينو ښارونو څخه پر دويم مقام دی. کارپوهان وايي، دا چې پر لوړ قيمتونو سربیره د جاپان په ښارونو کي جاپانيان ژوند کولای شي لامل یې د امريکايي ډالر پر وړاندې د جاپان د اسعارو د بیې نوسان دی. په توکيو کې د يوه ۸۵ متر مربع اپارتمان مياشتنۍ کرايه د ۲۷۰۰ او ۳۵۰۰ تر منځ کيدای سي.
– هانګ کانګ

هانګ کانګ په ۲۰۱۸ کال د نړۍ تر ټولو قيمتي ښار ونومول شو. په دغه ښار کي د اوسېدو د ځايونو کرايې ډیرې لوړې دي چې له کبله يې د بهرنيانو لپاره دغه يوه لويه ستونزه ده.