له لندو وېښتانو سره ویدېدل داسې دي، لکه کلونه، چې له بکتریاوو سره ویده شئ.
له لمدو وېښتانو سره ویدېدل ممکن تاسې ته نوې خبره وي، خو دا کار زیاترو له تاسو په شعوري یا غیری شعوري ډول کړی دی.
د اوړي په ګرمو شپو او ورځو کې په یخو اوبو لامبل او بیا څو ساعته خوب ممکن تاسې هم تجربه کړی وي.
بوخته کاري ورځ او د کور کارونه د ورځې له مخې میرمنو ته د وېښتانو د پریمینځلو فرصت نه ورکوي. دوې ډیر کله ماسختن مهال خپل ځان او وېښتان پریمنځي؛ خو له دې نه دې خبر، چې ددوې ویښتان ژر نه وچیږي او هماغسې لامده ویښتان ویده کیږئ.
د ځینو ځوانانو عادت هم دادی، چې د شپې له ویدېدو مخکې لامبي او بیا ویدېږي، چې ویښتان يې لانده پاتې کیږي.
که ویښتان مو لانده وي او ویده شئ، څه به درپیښ شي؟
له لاندو ویښتانو سره ویدېدل په لوی لاس خپل ځان د بې شمیره بکتریاوو سره مخ کول دي، چې د ګڼو ناروغیو لامل کیږي.
کله چې ستاسې ویښتان لانده وي او ویده شئ، نو ګڼې بکتریاووي ستا بالښت ته راټولیږي، او له دې ځایه بیا ستاسې په بدن پورې نښلي.
لانده ویښتان د ځینو مضره ناروغیو لامل کیږي:
۱ـ زکام
ډیر کله تاسې ګومان کوئ، چې ګنې یخ وهلي يۍ او زکام شوۍ، خو داسې نه ده. لانده ویښتان ځينې داسې بکتریاوې راجذبوي، چې د سخت زکام لامل کیږي.
۲ـ د سر پخه (dandruff):
له لانده ويښتانو سره ویده کیدل، د سر پخه یا dandruff پیدا کوي. د سر پخې یو ډول سپین میده زارت دی، چې د سر د ویښتانو په بیخونو کې پیدا کیږي او بیا د ویښتو سر ته راځي. دا ویښتان ضعیفه کوي او هم يې بدرنګوي.
۳ـ د ویښتانو ماتیدل:
کله چې ویښتان لانده شي، د اوبو ۴۵ سلنه وزن په ویښتانو لویږي. کله چې تاسې د لاندو ویښتانو سره ویده شئ، هغه په بالښت هر لوري ته سولیږي، چې ورسره د ویښتانو د ماتیدلو احتمال څو چنده زیاتیږي.
۴ـ د ویښتانو تویدل:
کله چې تاسې د لاندو ویښتانو سره ویده شئ، نو ستاسې کوپړۍ د بکتریاوو تر اغیز لاندې راځي، چې ورسره د ویښتانو د ختلو او تویدول ویره ډیره ده.
۵ـ د ويښتانو د ځلا له مینځه تلل:
کله چې تاسې له لاندو ویښتانو سره ویده شې او په سهار يې پاڅیږئ، د ویښتانو ځلا په لویه کچه له مینځه ځي. د ويښتانو ځلیدل د ښځینو د ښکلا یوه مهمه برخه ده.
۶ـ سردرد:
د لاندو ویښتانو سره ویده کیدل د سردردۍ لامل کیږي.
۷ـ د پوټکي ناروغۍ:
له لاندو ویښتانو سره ویده کیدل، د پوټکي ناروغۍ هم پیدا کوي. که له لاندو ویښتانو سره ویده شئ، بکتریا ددې لامل کیږي، چې په مخ مو ځوانکۍ یا تیرسرۍ پیدا شي.
له دې سربیره د مخ او بدن پوټکی وچیږي او د پوستکي ځينې برخې انتاني یا میکروبي کیږي.
له لاندو ویښتانو سره ویدېدل بدې پایلې لري. که ویښتانو مو درته ګران وي، هیڅکله له لاندو ویښتانو سره مه ویدېږئ.
ددې کار د مخنیوي ښه لاره داده، چې د شپې له مخې ځان او ويښتان مه پریمنځئ؛ بلکې د سهار له مخې ولامبئ.