هغه ۱۸ ټکي چې ژوند ته مو خوښي راوړي او راتلونکې ته مو هیلمن کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ټیکنالوژۍ په دې بوخته زمانه کې، خلک دومره مصروف دي، چې آن خپلې خوښۍ ترې هم هېرې وي. دوې د زیات کار او ټولنیزو ستونزو له امله تر فشار لاندې وي او تل د اضطراب او پریشانۍ سره لاس او ګریوان وي.
څنګه ځان ته ریښتیني خوښي وبښو؟!
ددې پوښتنې د ځواب لپاره له ګڼو مقالو دا ۱۸ مهم ټکې راټول کړي. که تاسې دا ټکې په خپل ځان عملي کړئ، نو ژوند به مو خوشاله او اسانه شي.
۱ـ په خپلو غوښتونو او خواهشاتو پسې ډیر مه ګرځئ.
۲ـ هیڅکله هم په تللو اوبو پسې یوم مه کړنګوئ. تللې موقعې بیرته نه راګرځي. راتلونکې ته هوښیار اوسئ.
۳ـ په خپل ځان ظلم مه کوئ. ښه ژبه کاروئ او په شونډو موسکا ساتئ.
۴ـ ژوند کې د بدلون لپاره خپله غیږه خلاصه ونیسئ. ژوند تغیر کوي او تاسې باید تغیر مننونکي اوسئ.
۵ـ د وخت په ارزښت وپوهیږئ. خپل وخت په بې ځایه کارونو مه تیروئ.
۶ـ تجربه يې کړئ. ژوند کې تجربه د بل هر څیز څخه غوره ده.
۷ـ په خپلو کارونو کې مه ورک کیږئ. یعنې داسې مه کوئ، چې خپل کارونه مو تاسې بیخي ډوب کړي.
۸ـ د نورو سره د ځان له مقایسه کولو څخه تیر شئ.
۹ـ منفي فکرونه مه کوئ. همیشه ژوند کې مثبت اوسئ او مثبت فکر وروزئ.
۱۰ـ په ځان کار وکړئ. خپل پوهه او خپلې وړتیاوې لوړې کړئ.
۱۱ـ مینه وکړئ. له نفرت څخه ځان وساتئ.
۱۲ـ فیسبوک او نورو ټولنیزو شبکو کارونه د ورځې ۳۰ دقیقو ته راکم کړئ.
۱۳ـ د شپې له ۹ بجو وروسته خپل موبایل بند کړئ. او خپل خوب منظم کړئ.
۱۴ـ د خپل وس مطابق خیر خیرات وکړئ.
۱۵ـ زاړه او ځنډني خواړه مه خورئ. هڅه وکړئ، تل تازه خواړه او تازه سبزي وخورئ.
۱۶ـ په خپلو لاس ته راوړنو وویاړئ او هغه ولمانځئ.
۱۷ـ د نابلدو سره بحث مه کوئ. څوک چې سم نه پیژنئ، نو ورسره بحث هم مه کوئ.
۱۸ـ د الله ج د عبادت او ذکر څخه هیڅکله هم غافله کیږئ.