هغه ونه چې اوسپنه توليدوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
د کيلیډونیا په باراني ځنګلونو کښي داسي جالبي وني شتون لري چي له ځانه نِکل توليدوي.
د فرانسې تر تسلط لاندي علاقه کیلیډونیا کښي ډېري جالبي وني سته چي مختلف ډوله خاصیتونه لري، چي یو ډول یې له ځانه نِکل یا اوسپنه توليدونکي.
ترڅنګ یې داسي وني هم سته چي له ځانه ارزښتناکي کُنډري توليدوي چي ډېري ګټوري بللي سوي دي.
مګر دا ونه د ځمکي له تل څخه نِکل جذبوي او د کُنډرو په څېر یې له ځانه خارجوي.
1339856 tree 1537198786 607 هغه ونه چې اوسپنه توليدوي
ساینسپوهان دې ته حېران دي چي څنګه د دومره زیات نکل یا اوسپني په توليدولو سره لا هم دا ونه ژوندۍ پاته ده. دا نکل دوی نه یوازي له خپلو تنو خارجوي بلکي په پاڼو او ښاخلو کې هم موجود دي.
ساینسپوهانو اندېښنه ښودلې ده چي که چېري د ونو پرې کول په دومره تېزۍ سره ترسره کېږي، نو دا ډول قېمتي وني به ډېري ژر له منځه ولاړي سي.