سهارنۍ ټلویزونې خپرونې په پاکستان او هندوستان کښي ډېرې لیدل کیږي. خو د دوشنبې په ورځ د هندوستان د یو ځايي ټلویزون په ( سهار په خیر ) خپرونې کې شوې پېښې ګڼ لیدونکې حیران کړل. هغه داسې چې د خپرونې یوه مېلمنه ناڅاپه مړه سوه.
ریټیا جتندر ډرامه لیکواله، د پوهنتون استاده او د هندي کشمیر د هنر د اکاډمۍ پخوانۍ مشره وه. نوموړې د سپټمبر میاشتي پر 10 مه، سهار پر اتو بجو د تلویزنې خپرونې میلمنه وه، پر خپل کار او د لیکوالۍ پر پیل غږیده، چې ناڅاپه د څه شیبې لپاره خاموشه او وروسته یې سترګې ولاړې او سر یې شاته وځړیده. وروسته د څه شیبې لپاره د تلویزون خپرونې ګډې وډې شوې.
ددې پروګرام چلوونکی زاهد مختار وايي:” هغې د خپل ژوند په اړه ځیني په زړه پوري صحنې بیانولې، له ورایه بېخي سمه مالومېده، چي یو ناڅاپه ئې خبري بندي سوې – موږ هغه روغتون ته ورسوله خو ډاکټرانو ویل چي زړه یې درېدلی او مړه سوې وه.“
دا هرڅه خلکو ددې ځايي ټلویزون د سهارنۍ خپرونې له لارې په ژوندۍ بڼه ولیدل. د یاد پروګرام چلوونکی وايي چي هغې په خپلو خبرو کښي وروستۍ خبره دا وکړه:” ډرامه ولیکه “– تر دې خبري وروسته هغه ناڅاپه مړه سوه.
د هغې موټر چلوونکی وايي چي کله يې سهار مېرمن ریټا پروګرام ته رارسوله، ده ته یې وویل چي غوښتل یې هغه هم د عبدالکلام په څېر مړه سي. عبدالکلام د هند نامتو پوه او ددې هیواد پخوانی ولسمشر و چې په 2015 م کال کې د یوه لیکچر ورکولو پر مهال ناڅاپي ومړ.
ریتا جیتیندرا د پوهنتون استاده، لیکواله، مدني فعاله او مشهوره اکاډمیکه څیره وه