د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ولسمشر ډونالډ ټرمپ اته ۸ کلن ماشوم بللی او ویلي يې دي، چې هغه د یوې نوې پیغلې شوې جینۍ په څير ډاریږي.
د جان کیري دا ډول غیری ډيپلوماټیکې څرګندونې د ټرمپ د هغه ټویټ په غبرګون کې دي، چې ښاغلی کیری يې د ایران سره په غیری قانوني مجلس تورن کړی دی.
ولسمشر ټرمپ وايي، چې جان کیري د ایرانیو مشرانو سره په داسې مهال خبرې کوي، چې دنده يې نه جوړیږي. ټرمپ له ایراني چارواکو سره د جان کیري خبرې د امریکا د خلکو په زیان بللې، او ویلي يې دي، چې کیري ایران ته د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه د حوصلې سپارښتنه کړې.
بل پلو ښاغلي کیري د ټرمپ د ټویټ په غبرګون کې په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي:
“هغه (ټرمپ) د امریکا لومړی ولسمشر دی چې د قوانیونو د مطالعې په ځای، ټوله ورځ د خپل ټویټر لایکونه شمیري. ”
د جان کیري یو ویاند ویلي، چې دا د هر پخواني سیکریټري (بهرنیو چارو وزیر) حق دی، چې د خپلو پخوانیو همکارانو سره ناستې او خبرې وکړي. “په مجلس کې چې کومې خبرې وشوې او د ایران د نظر په اړه چې په څه مونږه پوه شو، هغه ټولې کیسې مو د ښاغلي پمپیو (متحده ایالاتو د بهرنیو چارو اوسنی وزیر) سره شریکې کړې. هیڅ خبره پټه نه دې پاتې.”
ویاند وړاندې ویلي، چې د امریکا د نورو متحدینو په څیر، جان کری هم باور لري او دا مهمه بولي، چې ایران باید هغه ټولې ژمنې، چې د ایران د اتومي تړون لاندې يې کړي، عملي کړي. نوموړی وړاندې وايي، چې جان کیري د ایران سره په خپل وروستي مجلس کې د هغه څه په اړه چڼې وهلې، چې په ټوله مانا د امریکا د پالیسۍ سره برابرې وې. هیڅ ډول عیرې عادي او نامناسبې خبرې نه دي شوي.
جان کیري ویلي، چې ټرمپ دې د ایران سره د شوي تړون په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره دده کتاب (یو ورځ هم غنیمت ده) یا ون ډی ایکسټرا، ولولي.
د یادونې ده، چې د جان کیري دا کتاب په افغانستان کې د سیاسي کشمکش په اړه هم یوه لمن کیسې لري.
ولسمشر ټرمپ د جان کیري د ورستیو څرګندونو په اړه تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړي.