له خوب مخکې د دې شیانو له خوړلو او څښلو څخه ډډه وکړئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه او راټولونه
د طبي ماهرینو په وینا د خوب څخه دوه ساعته مخکې باید څه ونه خوړل شي څو پر هضمې سیسټم یا بل کوم جسمانې سیسټم باندې منفي اغیزې ونه کړي.
که څه هم له دې څخه انکار نشو کولی چې د ماسوختن له خوا له ویده کیدو مخکې اکثره خلک د یو څه خوړلو عادت وي، دا چې څوک څه ډول خواړه خوښوي دا بیا د هر فرد جدا غوښتنه ده.
خو هغوی چې غواړي د شپې خوب یې ارام وي، او په سبا یې هم د معدې له تکلیف خلاص وي، ښه ده چې ماسوختن مهال تر ویده کیدو مخکې ددې شیانو له خوړولو  او څښلو ډه ډه وکړي.
سره شوي (وریت) شوي خواړه
د شپې مخکې له خوبه سره شوي غوړ لرونکي خواړه د معدي سیستم ډېر په سستی سره هضموي چې له امله یې جسم د ویدیدلو کوښښ لپاره ډېر محنت ګالي، د یو تحقیق له مخې که چیرته مونږ د معدي سیسټم د خوب په دوران کې خرابول نه غواړو نو د سره کړیو شیانو له خوړو دې ډډه وکړو.
توند، تراخه شیان
توند یا مرچ مصالحه لرونکي خواړه مخکې له خوبه خوړل؛ معده پريشانه کوي او په سینه کې د سوزش خطر لوړوي ، چې له امله یې خوب ګډ وډ او ناممکنه کېږي. د دې تر څنګ یاد خواړه په جسم کې د هسټامین په نوم کیمایي مادي د ترشح باعث هم کېږي، چې په نتیجه کې یې د جسم ویدیدل ستونزمنېږي، دا چې د خرابه خوب نتیجه څه کیدلی شي د دې ویلو ته به ضرورت نه وي.
چاکلیټ
په چاکلیټو کې موجوده کافین (یو ډول نشه اوره کیماوي ماده ده) له مغزو څخه خوب تښتوي.
کافي، قهوه
په کافي کې هم نسبت چاکلیټو ته ډېر کافین موجود دي چې مخکې له خوبه څښل یې تاسو تر ډېره اړخونو بدلولو ته مجبوروي او تر ډیره مو ویښ ساتي.
اوبه
دې کې شک نه شته چې اوبه څښل د صحت لپاره ډېري ضروري او ګټور دي، خو د طبعي ماهرینو په وینا ټوله ورځ د ضرورت په اندازه اوبه څښل کفایت کوي. ډېر خلک داسې شته چې پرته له تندي څخه ډیری اوبه مخکې له ویدیدلو څخه څښې چې په نتیجه کې د تشناب ضرورت ورته پیدا کېږي او له درانده خوبه یې راپاڅوي او د بې خوبۍ سبب کېږي یې.
ایسکریم
ایس کریم په ځانګړې توګه کافين لرونکي ایسکریم کې هم د کافي په څېر کافین موجود دي، چې په وجه یې خوب تښتي، خو بیا هم که هرو مرو یې خورئ نو حد اقل له خوب څخه دوه ساعته مخکې باید داسې څه ونه خوړل شي چې کافین ولري.
انرژي لرونکي مایعات
په عمومي توګه په داسې مشروباتو کې هم په ډیره اندازه کافین موجود وي، نو مخکې له خوبه د داسې مشروباتو له څښلو ډه ډه وکړئ. ځکه انرژي لرونکي مایعات تاسو تر ډېره بیدار ساتي.