د «سنجو» په فلم کې ولې د سنجدت اصلي څیره وړاندې نه شوه؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: پلوشه فضلي
د سنجو فلم ډایریکټر راجکمار هیرانی ویلي دي چي د خلکو د همدردي حاصلولو له پاره یې په سنجو نومي فلم کښي ډېر تغییرات راوستلي دي او په وینا یې که یې د سنجیدت اصلي څېره په فلم کښي نندارې ته وړاندي کړې وای؛ نو خلکو به د سنجېدت څخه کرکه کړې وای.
د سنجو نومي فلم ډایریکټر راجکمار هیراني د خپلي یوې مرکې پر مهال ویلي دي چي د دوی لومړنی سنجو نومي فلم د اوسني هغه سره ډېر توپېر درلود. که مینه والو زموږ لومړنی سنجو نومي فلم لیدلی وای نو ممکن د سنجیدت سره د میني پر ځای یې د دوی کرکه زېږولې وای. ځکه په لومړني فلم کښي داسي هیڅ یوه صحنه نه وه چي د سنجیدت مثبت شخصیت یې ښکاره کړی وای.
https://www.youtube.com/watch?v=_GpkfOK3qcA
د نوموړي ډایریکټر په وینا چي په یاد فلم کښي سنجیدت د دې فلم مرکزي هیرو دی او نندارې ته د هیرو منفي شخصیت وړاندي کول صحیح نه دي. نو ځکه یې په دې فلم کښي ډیر تغییرات راوستل او د فلم له ډيرو صحنو څخه یې د سنجیدت منفي شخصیت لېري او پرځای یې د نوموړي مثبت هغه نندارې ته وړاندي کړلې. د بېلګي په ډول دی وايي چي په فلم کښي یې هغه صحنه لېري کړې ده چي سنجیدت د محکمې تر پرېکړي وروسته د ځان وژني هڅه کوي.
یاده دي وي چي سنجو نومي فلم ۳۰۰ کروړه او ۴۱ لکه پیسې ګټلي دي او په فلم کښي رنبیر کپور مرکزي رول په غاړه لري.