د انګلستان د کورني کرکټ ویټالیټي ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیرې جون میاشتې په ۴ مه نیټه په انګستان کې پیل شوې وې، بیګا شپه د ورسیسټر شایر رپیډز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د دغه سیالیو د پیل راهیسې ۱۸ ګډون کوونکې لوبډلې په ۱۳۴ لوبو کې سره مخامخ شوې، چې پکې ورسیسټر شایر لوبډله د سسیکس لوبډلې خلاف پای لوبې ته رسیدلې وه.
د پای لوبه کې سسیکس لوبډلې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې یې مقابلې ورسسیټر لوبډلې دغه هدغ د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ او د دغه سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په دغو سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبډلو سره افغان لوبغاړي هم مل وو، چې له ډلې یې ظاهر خان تر پرون ورځ نیمه پایلوبې پورې د خپلې لوبډلې لینکا شایر سره مل و، خو نیمه پای لوبه کې یې ورسیسټر شایر لوبډلې په ماتې خوړلو سره له مخکې تګ څخه پاتې شول.