ژباړه: مریم محمدي
د ارواپوهانو په نظر په ژوند کې داسې کړنو ته اهمیت مه ورکوئ چې له خپګان پرته کومه بله ګټه نه لري. دوی وايي هغه خلک په ژوند کې خوښ دي کوم چې دغه لاندې خبرې او کارونه ورته اهمیت نه ورکوي. که خوښۍ غواړئ، نو په دې ځان پوه کړئ چې تل خوښ خلک په خپل ژوند کې کومو کړنو ته اهمیت نه ورکوي:
۱- مادي دارايي ته ارزښت نه ورکوي.
۲- چې چا ته څه وبخښي بیا یې نه غواړي.
۳- له نورو تمه نه لري، چې به هر کار کې دې ورسره مرسته وکړي.
۴- تعصب ته لمن نه وهي، دوی ته مهمه نه ده، چې د کوم ځای، کوم قوم او د کومې ژبې دی.
۵- د نورو په ژوند کې مداخله نه کوي.
۶- نه وايي چې تل دې زه په حقه وای، ځکه پوهیږي چې کله نا کله ترې تیروتنه به کیږي.
۷- په هر چاپیریال کې د ژوند کولو لپاره ځان جوړوي، بې ځایه بهانو ته وخت نه ورکوي.
۸- له نورو سره ځان نه پرتله کوي، هڅه کوي چې خپله یو مثال وي د نورو لپاره.
۹- د نورو په کارونو او انتخاب نیوکه نه کوي.
۱۰- دې ته اهمیت نه ورکوي چې نور د دوی غیبت کوي، ځکه پوهیږي چې غیبت د ډېرو ضعیفو او بې کاره خلکو کار دی.
۱۱- د نورو خلک د پټو اړیکو په اړه پلټنې نه کوي.
۱۲- کینه نه لري.
۱۳- له دروغ ویلو ډډه کوي، ژوند په رښتیا ویلو سره په مخ وړي.
۱۴- له نورو شکایت نه کوي.
۱۵- د انتقام اخستلو په نیت ژوند نه کوي، بدي ژر هیره وي.
۱۶- ډېرې خبرې نه کوي، د ویلو په ځای ډېر لیکل یا هم ډېر اوري.
۱۷- د نورو په خوښۍ کې خپله خوشالي ګوري.
۱۸ – زړه سوانده وي.
۱۹- د نورو په اړه مثبت فکر کوي.
۲۰- تل د پرمختګ په فکر کې وي.
یادونه: هغه کسان چې په ژوند کې نا خوښ دي د دې برعکس خصوصیات لري.