ژباړه: نوراحمد فضلي
د څېړونکو په آند، ښې اړیکي د وګړو په نېکمرغه کولو او خوشحالولو کښي د دوی له نظره یوازینی مهم عامل دي.
خوشحاله افراد سالم او صحتمند کسان دي. خوشحاله کسان اوږد عمر لري او له باکیفیته ژونده خوند اخلي. د دوی دستورالعمل په لوړه سطحه دی او د ځان، نورو، او ټولني د سلامتیا په منظور له خپلو وړتیاوو، مهارتونو او تواناییو ډېره ګټه اخلي. دوی معمولاً زړه سواندي کسان دي او په نتیجه کښي د ټولني و اخلاقیاتو ته ډېره ګټه رسوي. ډېر لږ خسته او خپه کیږي او چي کله هم خپګان ورباندي غلبه وکړي، هغه په ډېر ښه ډول مدیریت کوي او ژر ښه کیږي. ډېر کم په تشویش، سټریس او عصبانیت مبتلا کیږي. په نتیجه کښي دوی ډېر کم له خشونت څخه ډکو او د ټولني ضد چلند او سلوکونو ته لاس اچوي. قوي او تلپاتي اړیکي لري او په پایله کښي د ټولني د ټولنیزي پانګې سره مرسته کوي. په ټولییزه توګه یې د اقتصادي، ټولنیز، اخلاقي، معنوي او رواني لحاظه ټولني ته ګټه رسیږي. خوشحال او نېکمرغه کسان د ناراحتو او خپه هغو په نسبت ډېر لږ و صحی، د څار او ټولنیزي هوسایني سازمانو او د دوی پر چوپړتیاوو، پولیسو او قضايي اورګانو ته سرخوږی جوړېږي او د اقتصاد له پاره هم اغېزناک دي. په بل عبارت، په لوړه سطحه فردي خوشحالي او آزادي رامنځ ته کول نه یوازي خپله فرد ته ګټور دي، بلکي له اسیته بې یوه نېکمرغه او سالمه ټولنه هم را منځ ته سوې وي.
دې مواردو او په نننیو ټولنو کښي د خپګان او مړاویتوب لوړي سطحي ته په پام سره، آیا د ټولنو، هیوادونو او ملتونو له پاره بل بهترین دلیل سته چي دا پوښتنه له ځانو څخه وکړي: څرنګه کولای سو داسي چاپېریال رامنځ ته کړو چي د ټولني ټول وګړي پکښي ځانونه نېکمرغه احساس کړي؟ مګر تر یادي پوښتني وړاندي لازمه ده اول داسي څو پوښتني مطرح کړو: کوم لاملونه دي چي فرد او ټولنه دواړه نېکمرغه کوي؟ یوه ټولنه څرنګه کولای سي چي د نېکمرغۍ د ارتقاء په موخه مثبت محیط رامنځ ته کړي؟
له نېکه مرغه په دې وروستۍ لسیزې کښي زیاتو څېړنو او مطالعاتو د نېکمرغۍ او خوښۍ په باره کښي موږ ته ډېر څه راوښودل. تر دې وړاندي چي څومره تحقیقات او څېړني سوي وې، لږترلږه په غربۍ نړۍ کښي، پر رواني اختلالاتو، نه بهره ورتوب او ذاتي ځانګړونو یې تمرکز لاره- په داسي حال کښي چي نېکمرغي او خوشحالي غذا، سرپټوني او سلامتیا ته د فزیکي اړتیاوو تر پوره کېدني را وروسته د ژوند اصلي او مهمه موخه ده. له دې څېړنو مو څشي زده کړي دي؟
– اړیکي
لومړی دا چي په نېکمرغۍ پوري اړوندي څېړني ښيي چي اړیکي زیات اهمیت او امتیاز لري. په یوه څېړنه کښي څېړونکو له بېلابیلو کسانو پوښتنه وکړه چي د ډیرو خوشحالو او نېکمرغو کسانو د خوشحالۍ او نېکمرغۍ ډېر مهم راز په څه کښي دئ؟ ځواب ښکاره دی: تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه چي” ډېر نېکمرغه او خوښ “ کسان د نورو سره ښې ټولنیزي اړیکي لري. نوري څېړني ددې تائید کوي او نغوته کوي چي” ویلای سو چي اړیکي د ژوند او احساسي سلامتیا څخه په رضایتمندي کښي تر ټولو مهم عامل شمېرل کیږي. “
– معنویت
په لیست کښي دوهم ډېر مهم عامل، د معنویت حس درلودل دی. په حقیقت کښي، د معنویت حس درلودل د یوه ښه ژوند سره اړیکه لري. د بېلابیلو تحقیقاتو له مخي چي پر جنسیتونو، مذهبونو او ملیتونو سوي دي، د نېکمرغۍ او په ژوند کښي د ستر انځور لیدني نظریې لرلو تر منځ اړیکه تائیدیږي. د سلامتیا د لوړي سطحي په لرلو سره په ځانګړي ډول د ژوند او واده څخه د رضایت او مثبت اغېز په مورد، د معنویت له پاره هڅه سره تړلي دي. څېړنو په ډاګه کړې ده کوم کسان چي پیاوړي معنوي باورونه لري؛ نېکمرغه او خوښ دي او د خپګان په وړاندي سرسخت دي. په همدې ترتیب، داسي مالومیږي چي یاد کسان په ښه ډول د ژوند د سختیو او جسمي ناجوړیو سره مقابله کوي.
– وړتیاوي
څېړونکو موندلې ده چي کله موږ له خپلو وړتیاوو، سرچینو، مهارتونو او تواناییو څخه استفاده کوو، د خپل رښتیني ذات سره په اړیکه کښي کیږو او د انرژۍ او بهتر دستورالعمل احساس تجربه کوو. د فردي وړتیاوو پېژندنه او ورڅخه ګټه اخیستنه د فرد په روحي سلامتیا کښي یو ټاکونکی عامل شمېرل کیږي چي د ټولني د مثبت دستورالعمل په مقابل کښي سره تړلي دي (په اړیکه کښي دي). یوې څېړني چي پر خپه او غمګینو کسانو وسوه وښووله چي د ځان له وړتیاوو څخه درک او له هغو څخه د ګټي اخیستني له پاره لار موندني د افرادو د خپګان پر کمولو او د دوی د روغتیا جریان پر چټکوالي زیات مثبت اغېز درلودلی دی.
سمه ده چي نېکمرغي پلټنه یوه شخصي مسئله او فردي مسئولیت دی خو هره ټولنه غواړي چي اتباع یې بهترین دستورالعمل او تلن لار ولري، همدا وجه ده چي باید داسي مناسب چاپېریال را منځ ته کړي چي وګړي وکولای سي په هغه کښي خپله خوښي او نېکمرغي وپلټي. دا موږ وروستني سوال ته دروي: ټولني او دولتونه څرنګه کولای سي دغسي یو چاپېریال چمتو کړي؟
څو سپارښتني:
د اړیکو، معنویت، وړتیا پېژندني او له هغو څخه د استفادې په مورد، د نېکمرغۍ د ایجاد په موخه، لومړی لازمه ده چي داسي پالیسیاني او تمرینونه را منځ ته کړل سي چي:
– مثبتو، سالمو او محترمو اړیکو ته درنښت او اهمیت ورکړل سي؛
– ارزښتونه او کورنۍ اړیکي پیاوړي سي؛
– افرادو ته د سالمو او ښو اړیکو را منځ ته کولو آزادي ورکړل سي؛
– ددې اړیکو ساتل ترغیب سي.
دوهم دا چي د معنویت په مورد باید دولتونه داسي چاپېریال چمتو کړي چي افراد په هغه کښي:
– د ترټني، اعتراض یا مجازاتو له وېري پرته وکولای سي یاد باورنه وساتي؛
– وکولای سي چي په یادو باورونو پوري اړوندو پروګرامونو او مراسمو کښي آزادانه ګډون وکړي.
درېیم دا چي یوه سالمه او مفیده ټولنه هغه ده چي د اتباعوو ګډون یې پکښي د فردي وړتیاوو پر مبنا وي. له دې څخه د ګټي اخیستني په منظور، ټولنه باید د خپلو اتباعوو له پاره فرصتونه چمتو کړي چي:
– خپلي وړتیاوي کشف کړي؛
– یادو وړتیاوو ته وده ورکړي او زده ئې کړي؛
– په مثبت ډول له دې وړتیاوو ګټه واخلي؛
نېکمرغه او خوشحاله وګړي په ټولنه کښي زیات ګډون لري او هم پر ټولنیزو منابعو کم فشار اچوي. په همدې دلیل باید ټولني په خپلو اتباعوو کښي ددې نېکمرغۍ او خوښۍ د ایجاد او په دوی کښي د نېکمرغۍ پیاوړي کولو په موخه د مناسب او وړ چاپېریال چمتو کولو پر طریقو لا زیاتي څېړني وکړي. په دې ډول به نه یوازي دا چي د ټولني فرد فرد به خوښ او خوشحال وي، بلکي یوه نېکمرغه ټولنه او دنیاګۍ به مو هم درلودلې وي.