د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ د اسیا جام سیالیو په لمړۍ لوبه کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د سریلنکا خلاف په سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره دویم پړاو ته د خپل ورتګ لاره هواره، خو سریلنکا ته یې ستونزې جوړې کړې.
په دې لمړۍ لوبه کې که څه هم بنګله دیشۍ لوبډله په لمړیو کې د تمیم اقبال په ټپي کیدو او پرلپسې ویکټو غورځیدو سره د ستونزو سره مخ شو، خو د ویکټ کیپر توپ وهونکي مشفیق الرحیم د بهترینه ۱۴۴ منډو په پرمټ یې سریلنکا ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ.
که څه هم په سیالۍ کې د سریلنکا لپاره له مودې وروسته بیرته راګرځیدونکي ټپي شوي تیز بالر لاسیت ملینګا بهترینه پیل ۴ ویکټو ترلاسه کولو سره لوبه د سریلنکا په واک کې کړې وه، خو توپ وهونکو یې د بنګله دیشي بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی.
سریلنکايي لوبډلې د بنګله دیش لخوا د ۲۶۳ منډو هدف په ځواب کې ټول لوبغاړي په ۱۲۴ منډو سره له لاسه ورکړل او په سیالۍ کې یې د ۱۳۷ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.
په دې سره بنګله دیشۍ لوبډلې د اسیا جام سیالیو دویم پړاو ته هم لار نږدې کړه؛ که افغان کرکټ ملي لوبډله هم د راتلونکې دوشنبې ورځ په خپلې لمړۍ لوبه کې د سریلنکا خلاف بریا خپله کړي، نو د بنګله دیش سره یو ځای به په همدې یوې بریا خپلولو سره له دویم ګروپ څخه دویم پړاو ته ورسیږي.
بلخوا د سبا ورځ په سیالۍ کې پاکستان د هانګ کانګ لوبډلې څخه د بریا په خپلولو سره دویم پړاو ته لار نږدې کولی شي.
د کرکټ اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو کې ۶ لوبډلې افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ شامل دي، چې پکې افغانستان د دویم ځل او هانګ کانګ د لمړي ځل لپاره ګډون کړی دی.