څیړنه: په هاضمي سیستم کې داسې بکتریاوې شته چې برښنا ترې تولیدیږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: پلوشه فضلي
ساینسپوهانو ویلي دي چي په هاضمي سیسټم کښي داسي باکټریاوي سته چي برېښنا تولیدوونکي خاصیت لري. تر دې وړاندي هم بعضي باکټریاوي کشف سوي دي چي هغوی ته الیکټروجینک یا برق جوړوونکي وايي.
د کلفورنیا پوهنتون پروفیسور استاد او ملګرو یې کشف کړي دي چي په هاضمي سیسټم کښي داسي نوري ډيري باکټریاوي هم سته چي ګټوري دي او ترڅنګ یې مضري هغوی هم شتون لري. د دوی په وینا چي په دواړو ډولونو کښي داسي باکتریاوي سته چي په بېلابېلو طریقو ورڅخه په کمه اندازه برېښنا توليدېدلای سي.
د دې څېړني مشر پروفیسور ډین په دې باور دی چي په یادو باکټریاوو کښي د لسټیریا او کلاسټریډیئم په څېر باکټریاوي شتون لري چي د رګونو ناروغي پیداکوي. په دې نوملړ کښي د پروبایوټکس غوندي ګټوري باکټریاوي هم شاملي دي چي ددې په واسطه سره موږ کولای سو مختلفي ناجوړیاني کشف کړو.
سربېره پر دې پوهان وايي چي له یادو باکټریاوو څخه مختلف ډوله روبوټونه جوړېدلای سي چي په مټ یې کولای سو د بېلابېلو ناجوړیو په کشف کښي ورڅخه کار واخلو.