د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر جیمز انډرسن چې تر دې مهاله د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټیسټ کرکت کې د تاریخ تر ټولو کامیابه بالر شمیرل کیږي، په نړیوال ټیسټ کرکټ سیالیو کې یې د مخکښ ویکټ اخیستونکي نړیوال ریکارډ وګټلو.
نوموړی د انګلستان لپاره په ۱۴۳ لوبو کې د لوبیدو وروسته د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې د زیاتو ویکټو په اخیستو سره بریالی شو او د پخواني اسټرالوي تیز بالر ګلین میګرا د ۵۶۳ ویکټو څخه مخکې شو.
جیمز انډرسن دغه تاریخي ریکارډ د هندوستان خلاف په وروستۍ پنځمې ټیسټ لوبه کې د تیز بالر محمد شامي د ویکټې په اخیستو سره ثبت کړ.
له دې وړاندې دغه کارنامه ګلین میګرا، چې اوس په نړیوال کرکټ کې نه لوبیږي، په خپل نوم ثبت کړې وه او د نوموړي په وینا داسې یې نه ګڼله، چې ښايي دغه ریکارډ یې څوک خپل کړي.
میګرا کرک انفو سره په خپلو خبرو کې ویلي و، د یو تیز بالر لپاره اسانه نه وي، چې تر ډیره په ټیسټ کرکټ کې پاتې شي، خو د انډرسن د بریا راز د توپ اچونې پر مهال د توپ وهونکي دواړو خواو ته د بال چرخونه یا سوینګ کول دی، ځکه خو نوموړی تر دې مهاله په زیاتو ویکټو ترلاسه کولو کې بریالی شوی او ښآيي د جیمز انډرسن دې ریکارډ ته د کرکټ په تاریخ کې بل هیڅ کوم بالر و نه رسیږي او دا کار نامه به له دې وروسته د ده په نوم پاتې شي.
The moment @jimmy9 became the most profilic quick bowler in Test history!
Scorecard/Videos: https://t.co/oC6HGlm9nh#EngvInd #ThankYouChef pic.twitter.com/OJpuOTnwEO
— England Cricket (@englandcricket) September 11, 2018
انګلستانۍ لوبډلې په خپل کوربه توب د هندۍ لوبډلې سره د دوه میاشتو څخه د زیات وخت موده کې د درې ۲۰ اوریزه، درې ۵۰ اوریزه او ۵ ټیسټ لوبو لړۍ ترسره کړې، چې وړمه ورځ دغه لړۍ پای ته ورسیده.
کوربه انګلستان د ۵۰ اوریزه لوبو د سیریز ترڅنک د ۵ ټیسټ لوبو په لړۍ کې ۴ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې، خو هندۍ لوبډلې بیا یواځې د درې ۲۰ اوریزه لوبو په سیریز کې ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې.