بې زړه توب له منځه وړل او جرائت ترلاسه کول

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نور احمد فضلي
موږ ټول غواړو چي یوه اندازه باجراته اوسو، خو وېره یا ډار دی چي زموږ په ورځنیو چارو کښي نفوذ کوي او جرائت رانه اخلي. وېره نه پرېږدي چي لاس په کار سو؛ زموږ په چارو کښي موږ له وړاندي تګ څخه راګرځوي او آن سبب کیږي چي موږ خپل اقدامات وځنډوو. په دې لیکنه کښي غواړو ستاسي سره هغه لاري چاري شریکي کړو چي ستاسي سره د جرات په حاصلولو او زیاتولو کښي مرسته کوي او وکولای سئ په لا زیات جرات سره هري نوي ورځي ته ښه راغلاست ووایاست. نو زموږ سره ددې لیکني تر پایه مله پاته سئ څو پوه سئ چي څنګه کولای سو دلاوره واوسو.
دلاوري او شجاعت د ذهني پیاوړتیا، پوهني او په نفس باور یو ترکیب دی چي ټول په یوه اخلاقي ځانګړنه کښي راجمع سوي دي. جرائت ستاسي سره د ستونزمنو تصمیمونو په نیولو کښي مرسته کوي، او هم درسره مرسته کوي چي د وخت د ضیاع پرته لاس په کار سئ او په آسانۍ سره د ستونزمنو موقعیتونو سره مخامخ سئ. هرکله چي تاسي ته نوي وظایف درسپارل کیږي، تاسي جرائت ته اړتیا لری؛ هرکله چي غواړئ د هغو کسانو سره مخامخ سئ چي په یو ډول یې تاسي ځورولي یاست، جرات او دلاورتوب ته اړتیا لرئ او ان کله چي کمزوری عملکرد لرئ (ولي چي بېرېږئ څو کار مو په بشپړه توګه بې نقصه نه وي ) هم جرائت ته اړتیا لرئ. هرکله چي شجاعت حاصلوی، په لا زیات قوت سره کار ته لاس اچوئ او کومي پيښي چي شوني دي واقع سي؛ په ښه ډول مدیریت کوئ.
شجاعت او دلاورتوب د انسان سره جوخت نه زېږي، سره له دې چي داسي څه هم نه دی چي په یوه ان کښي وکولای سئ هغه ترلاسه کړئ. د نورو ټولو مطلوبو اخلاقي خصوصیاتو په شان، د جرائت او دلاورتوب د روزلو او ودي ورکولو له پاره باید تلاښ وکړئ. جوئل رانیون (Joel Runyon) د مرکزي عصبي مرکز غړی د جرات او دلاورتوب د ودي او پراختیا جریان ډېر ساده تشرېح کړی دی. که غواړئ چي باجرائته سئ:
– له یوه شي وبېرېږئ
– هر څنګه چي سوي دي د هغه سره مخامخ سئ.
– د لومړي ځل له پاره چي د هغه سره مخامخ سوۍ، لږ وبېرېږئ.
– هغه تکرار کړئ
له دې پرته نو یوه بله لار سته:
– له یوه شي وبېرېږئ.
– هیڅ کار مه ترسره کوئ.
– همدارنګه له هغه وبېرېږئ!
البته همېشه هم داسي نه ده چي ووایو:” هرڅنګه چي سوي وي د هغه سره مخامخ سئ! “(ممکن تاسي له زمري او پړانګ څخه وبېرېږئ. په دې صورت کښي زه اصلاً نه وایم چي تاسي ولاړ سئ او د هغوی سره مخامخ سئ!) باید پام وکړئ په کومه اندازه چي دلاورتوب د خطرونو په درک کولو کښي دی، د هغوی د منلو په مورد هم دی. دا چي د شناخت او پېژندني پرته ځان په خطر کښي واچوو، له سره میړانه نه ده، بلکي دا کاملاً حماقت دی. میړانه دا ده چي څرنګه وکولای سو د عدم اطمینان حس چي په ډیرو مواردو کښي د وهم او بېري بڼي غوره کولو سبب کیږي، په یوه محاسبه سوي او د منلو وړ ریسک (خطر) تبدیل کړو.
متاسفانه، ډېره ستونزمنه ده چي د داسي څه په مقابل کښي چي تراوسه مو نه وي لیدلي؛ شجاع او دلاوره اوسېږئ. د هغه کار په ترسره کولو سره چي له هغه څخه بېرېږئ، ذره ذره د عدم اطمینان ټول حس چي د هغه په نسبت یې لری؛ له منځه ځي. که له لوړي سطحي بېرېږئ، یو لوړ ځای ته ولاړ سئ. البته لازمه نه ده چي هرومرو دي په لومړي وار سره ډیرو لوړو ځایونو ته ولاړ سئ، بلکي په هومره اندازه چي ستاسي د بېري سبب سي؛ کافي دي. هغه وازمایئ. حس یې کړئ. وروسته داسي ځای ته ولاړ سئ چي لږ نور هم جګ او لوړ وي. کله چي دا کار کوئ، وینئ چي په رښتیا هم څومره چي مالومیږي، بېروونکی نه و. ددې کار په هر ځل تکرار سره نور جرات او شجاعت حاصلوئ. هوانوردان هم د دغسي تکنیک څخه په ګټي اخیستني سره فضاء ته د ختلو له پاره چمتو کیږي. دوی زده کوي چي څرنګه په تدریج سره د دغسي ننګونو څخه راووزي، له هغو څیزونو چي زده کړي یې دي؛ استفاده کوي څو له مخکیني وار څخه ډېر چمتو سي او وروسته هغه په کار واچوي. کله چي هغوی فضاء ته استول کیږي، یوازینی شی چي ورسره پاته کیږي شجاعت او دلاورتوب دی.
د هغو لحظو په اهمیت پوه سئ چي تاسي پکښي ځانونه دلاوره احساس کړي دي
کله چي یو د دلاورۍ کار ترسره کوی، تلاښ وکړئ هغه احساس چي په یاده لحظه کښي مو درلودلی وي، په یوه فرضي ذهني خلاه کښي ذخیره کړئ. یا لږترلږه تلاښ وکړئ تر کومه ځایه چي کولای سئ هغه ښه در په یاد کړئ. هغه ولمانځئ، انځورونه ونیسئ، د هغې تجربې یو یادوګار چمتو کړئ، خلاصه داسي کار وکړئ چي تاسي ته در په یاد کړي چي په هماغه لحظه کښي مو څومره فوق العاده کار وکړ.
مهمه نه ده چي څنګه کار مو ترسره کړ؛ کوچنی یا لوی، مهمه دا ده چي تاسي په خورا دلاورۍ کار وکړ. د بېلګي په ډول: وانګېرئ چي په خپل کارځای کښي مو یوه تېروتنه وکړه او له دې څخه چي چاته ووایاست بېرېدلاست، خو کار درڅخه وسو. کله چي مو فکر وکړ او ځان ته مو وویل:” راځه څه چي کېدل، وسول! “ د فیمیلي سیرکل (Family Circle) یا کورنۍ حلقې، مجلې غړي ګای نورتن ادلمن دې شېبو ته” د توانايي شېبې “ نوم ورکړی دی.
تلاښ وکړئ هغو لحظو ته متوجه اوسېږئ چي تاسي پکښي د قدرت او لیاقت احساس کوئ. یوه لحظه وځنډېږئ، ژوره ساه واخلئ او ځان ته ووایاست:” زه دغسي کس یم “ هرڅومره چي دغه د قدرت لحظې متمایزي او پُررنګي کوی؛ بې باکه کېږئ.
کوچنۍ یا لويي، په کومو لحظو کښي چي د شجاعت او دلاورتوب احساس کوی، د راتلونکو کارونو له پاره په شجاعت او دلاورتوب سره عمل کوئ. هرکله چي له کوم شي څخه بېرېږی، کافي دي ځان ته ووایاست:” څرنګه چي مي هغه کار وکولای سو، ددې کار تر عُهده هم وتلای سم. “
له خپلو احساساتو د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلئ
د احساساتو کنټرول به ستونزمن وي، خو دا کار پر بېري باندي د غلبې له بهترینو لارو څخه کېدلای سي. کله چي د حواسو تمرکز لرو، کولای سو له خپلو احساساتو استفاده وکړو او ځانونه د راتلونکو پيښو له پاره لا زیات چمتو کړو او یا تر دې چي کولای سو له هغوی څخه په ګټي اخیستني سره نور هم په مثبت او اغېزناک ډول متاثر کړو. د بېلګي په ډول: کله چي تاسي په کافي اندازه عصباني کېږی، هیڅ شی نه سي کولای ستاسي د دلاورتوب هغه لمبې چي ستاسي وجود اداره کوي؛ خاموشي کړي.
شاید تاسي به یومخ یو غسه ناک او عصباني شخص و نه اوسېږئ، خو دا په دې معنا نه دي چي نه سئ کولای په ځان کښي د عصبانیت لږ حس ایجاد کړئ او ورڅخه ګټه واخلئ. د” د لاورتوب او شجاعت معادله: پوهنه څرنګه کولای سي تاسي شجاع تر کړي “ نومي کتاب لیکوال، رابرټ بیسواس-دیپِنر (Robert Biswas-Diener) وړاندیز کوي چي کله د شجاع کېدا له پاره اړتیا لری؛ کوښښ وکړئ چي یوه اندازه خښم په ځان کښي راوپاروئ.
تاسي کولای سئ پر هغو لارو چارو په فکر کولو سره چي له لاري یې شوني دي ستاسي با ارزښته ارزښتونه تر پښو لاندي سي؛ د خپل دلاورتوب او شجاعانه فکر طرز پیاوړی کړئ.
په عادي حالت کښي، تاسي د عصباني کېدو په سبب پسي نه ګرځئ، خو عصبانیت کولای سي چي په مراتبو تر هغه څه چي تاسې فکر کوئ یو ارزښتمن ابزار اوسیږي. که وکولای سئ تر خپل مخ موقعیتونو اړخونه کشف کاندئ چي په تاسي کښي د احساساتو د را پاروني سبب کیږي؛ له هغو څخه ګټه واخلئ. د بېلګي په ډول: فرض کړئ چي تاسي د یوه کس سره په مخامخ کېدا کښي بېرېږئ. پر دې فکر وکړئ چي دا شخص ستاسي څومره وخت تلفوي، یا تاسي ته بې احترامي کوي. ځیني وختونه تاسي شجاعت او دلاورتوب ته تر منطقي-واله او بې پروايي ډېره اړتیا لرئ. یوازي متوجه اوسئ چي پښه مو ډېره هم تر خپل حد لوړه کښېنږدئ!
له ځان څخه وپوښتئ: ( که نه بېرېدلم څه مي کول؟)
ځیني وخت د شجاعت او دلاورتوب له پاره اړینه ده چي پیښي ته د دباندي څخه وګورئ. که تاسي نه بېرېدلاست، آیا کولای مو سوای هغه کار چي باید ترسره سوی وای؛ ترسره کړئ؟ احتمالاً فکر کوی چي که نه بېرېدلاست، نو بهترین انسان به واست؟ په قوي احتمال! کله چي تاسي پيښي ته له بلي زاویې څخه ګورئ، شاید ووینئ چي په رښتیا سره د کومي بېري پرته د کارونو ترسره کولو وړتیا لری.
او که ایسېدله چي نه سئ کولای په هغه لحظه کښي مېړانه او دلاوري پیداکړئ، یوازي” ځان ته تلقین ورکړئ “ چي نه بېرېږئ. شونې ده د نورو په نظر په هغومره اندازه دلاور مالوم سئ، څوک څه پوهیږي، شاید حتا وکولای سئ ځان هم قانع کړئ چي هم او بېره یوازي ستاسي ذهني ترکیب دئ. تر دې اندازې ځان ته تلقین ورکړئ څو بالاخره په حقیقت تبدیل سي.
پر ټولو هغو څیزونو فکر وکړئ چي که نه بېرېدلاست او دلاوره واست، کولای مو سوای ترسره یې کړئ. آیا بیا هم غواړئ چي موکې له لاسه ورکړئ؟
منبع: lifehacker