د جاپان د ونو هغه سمندر؛ چېرې چې خلک ځان وژنې ته ورځي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د مهر تاج ژباړه او راټولونه
دنیا کې د ژوند په څېر بل هيڅ قيمتي نعمت او ډالۍ نشته، او نه یې هم د دنیا عیش و عشرت، شهرت، تخت او دولت ځای نیولی او نه هم انسان ته سکون ورکولای شي.
خو له دې سره سره هم په دنيا کې ډېر داسې خلک شته چې د الله تعالی له لوري ډالۍ شوي ژوند په ختمولو کې ځنډ نه کوي. ځینو ته چې ژوند تیاره شي او د ژوند کولو اسانه لارې چارې ترې ورکې شي، دوی دوی بیا خپل ژوند ته د پای ټکي کېښودلو لپاره له هرې لارې استفاده کولای شي.
جاپان هغه هیواد دی چیرې چې له ډیر پرمختګ سربیره، ځان وژنه ددې هیواد په خلکو کې یوه جدي ستونزه ده.
دغلته یو داسې ځنګل هم شته چې د « ونو سمندر» په نوم یادېږي. له ګڼو ونو ډک د دې سمندر خاصه خبره دا ده چې دې ځنګل ته د « خودکشۍ ځنګل» هم ویل کېږي، چېرته چې د جاپان له ګوټ ګوټ نه خلک د ځان‌وژنې لپاره ورځي.
دا ځنګل په جاپان کې له کلونو راهیسې موجود دی، هلته د خلکو له لوري خودکشي کول کومه نوې خبره نه ده، خو د دې وېروونکي ځنګله له راز څخه هغه مهال پرده پورته شوه کله چې مشهور امريکايي يوټيوب بلاګر ” لوګن پال” د دې ځنګله يوه ویډيو خپره کړه. د لوګن پال یوټیوب چينل په لکونو لیدونکي او ګډونوال لري او نوموړې ویډیو یې په لکونو ځلې وکتل شوه.

د دې وېروونکي ځنګله له راز څخه هغه مهال پورته شوه کله چې مشهور امريکايي يوټيوب بلاګر ” لوګن پال” د دې ځنګله يوه ویډيو خپره کړه. د لوګن پال یوټیوب چينل په لکونو لیدونکي او ګډونوال لري او نوموړې ویډیو یې په لکونو ځلې وکتل شوه.

کيسه داسې وه چې تېره اونۍ (لوګن پال) د جاپان له پلازمېنې ټوکیو نه د ۲ساعتو په مزل لرې پروت ځنګله یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د خپلو څو تنو جاپاني ملګرو په ملتيا د دې ځنګل لیدنې ته ور روان و.
د لیدنې پر مهال د ځنګل په یوې ونې پورې راځړول شوی مړی ويني او ویډیو يې کوي او بيا يې پر خپل يوټيوب چينل خپروي. نوموړی د دې ویروونکې ویډيو په خپرولو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شو. که څه هم وروسته یې دا ویډیو ډیلیټ هم کړه خو بیا هم دا ویډیو ډېرو خلکو ډاونلوډ کړې او بېرته انټرنټ ته آپلوډ کړې ده. په یاده ویډیو کې ښکاري چې لوګن پال ناڅاپه په يوې ونې پورې را ځوړند شوی مړی ويني چې په لیدلو خپله هم ویرېږي او خپلو ملګرو ته وايي چې پوليس ته زنګ ووهي.
که څه هم لوګن پال د خپلې دې کړنې له امله بښنه هم وغوښته، خو بیا هم د ټولې نړۍ د خلکو او په ځانګړې توګه د چابانیانو له سخت غبرګون سره مخ شو.
له يوې امريکايي رسنۍ “سي این این CNN” سره په مرکه کې د کاليفورنيا د بريکلي پوهنتون د اینتھروپالوجۍ د څانګې يوه متخصص پروفیسر “کیرن نکامورا” ويلي چې دا کومه د تعجب خبره نه ده چې لوګن پال په ونه کې را ځړېدلی مړی موندلی دی، خو دا چې د یوه غیر ملکي يوټیوپ چينل له لارې ترې نړۍ خبرېږي دا غلط تأثر دی.
لوګن پال د خپلې دې کړنې له امله بښنه هم وغوښته، خو بیا هم د ټولې نړۍ د خلکو او په ځانګړې توګه د چابانیانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د يادونې وړ ده چې د ټوکیو نه د ۲ ساعتو په مزل لرې دا ځنګل د جاپان د تر ټولو لوړ غر “فیوجي ” په لمن کې پروت دی چې اصلي نوم يې ’ای اکیګهارا‘ دی، خو د ‘ونو سمندر يا خودکشۍ ځنګل’ هم ورته ویل کېږي.
دا د کلونو پخوانی ځنګل دی، د دې ځنګل په هکله د دېوانو ډېرې کيسې هم مشهورې دي. د جاپان دا ځنګل له اسرارو ډک بلل کیږي او په اړه ناولونه هم لیکل شوي او ګڼ شمیر فلمونه هم پرې جوړ شوې دي.

د ځايي حکومت د یوې څېړنې له مخې په یاد ځنګل کې د 2013 نه تر 2015 پورې 100 تنو ځان‌وژنه کړې ده، خو د جاپان د کارګرو او روغتيا وزارت د راپور له مخې، یوازې په 2015 کال کې دې ځنګل کې 24 زره کسانو د خپل ژوند په اړه تر ټولو سخته پریکړه کړې. ځنګل ته د ورتلونکې لارې په یوه نصب شوې لوحه په جاپانې ژبه لیکل شوي:
“ژوند د والدينو له لورې یوه قیمتي ډالۍ ده، د خپلو والدينو، خویندو، وروڼو او نورو خپلوانو په هکله فکر وکړئ.“
پر لوحه دا لارښوونه هم شوې چې هيڅوک دې په يوازې ځان دې ځنګل ته نه ورځي.