پېلوټه خو نه شوه؛ انارکلي هنریار بل څه ارمان لري؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

انارکلي هنریار د افغانستان د سیاست یوه مطرحه څېره ده. هغه په مشرانو جرګه کې د هندو باورو په سهم انتصابي سناتوره ټاکل شوې.
انارکلي سره له دې، چې هندو باورو ته منسوبه ده، خو ډېری افغانان یې له دې کبله ستایي او په ښه نظر ورګوري، چې په خبره یې وطن پاله او په وطن مېنه ده.
د هغې یوه ویډیو څو کاله مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خورا ډېرمینه وال وموندل. په دې ویډیو کې انارکلي د مشرانو جرګې غونډې ته د هېواد په وضعیت خبرې او فریاد کاوه، چې ناڅاپه یې لپې ـ لپې اوښکې پر مخ راغلې.

خو انارکلي هنریار له سیاست او سناتورۍ ور اخوا پېژنئ؟ که یې نه پېژنئ راځئ دا مطلب ولولئ، جالب معلومات به ترلاسه کړئ:
انارکلي خوستۍ او پکتیا واله ده!
انارکلي هنریار په ۱۳۵۳ کال په خوست ولایت کې وزېږیده. د هغې مور د پکتیا ولایت ده. انارکلي وایي پلار یې په خوست کې د دولسم ټولګي له پای ته رسولو وروسته کابل ته راغلی او د بریښنا انجینري یې لوستې .
انجینر کشین سنګ له زده کړو وروسته د مزارشریف په ګډون په مختلفو ولایتونو کې دولتي دندې ترسره کړې. یو مهال د کابل د سروبي ولسوالۍ د بریښنا کوټ مشر هم و.

د هغه د دندو له بدلون سره کورنۍ یې هم له یوه ځایه بل ځای ته تله. انارکلي له همدې کبله د افغانستان له مختلفو سیمو سره بلده ده او په وینا یې هره سیمه ورته خپل کور ښکاري.
انارکلي د پېلوټۍ ارمانجنه وه!
په افغانستان کې خلک فکر کوي، چې یوازې پښتانه یا نور قومونه د ښځو د زده کړو پر وړاندې حساس دي، خو داسې نه ده. انارکلي هنریار چې هندو باوره افغانه ده وایي دې هم د زده کړو په برخه کې ستونزې لرلې.
انارکلي په کابل کې د ښوونځي دولس کلنه دوره په اتو کلونو کې د سویې له څو ازموینو سره بشپړه کړې، خو وایي د پېلوټۍ ارمانجنه وه.
د هغې په وینا دا ارمان یې له دې کبله پوره نه شو، چې خلکو یې پېلوټي د یوې نجلۍ لپاره لازمه نه ګڼله.
د هنر یار دویم انتخاب د غاښونو ډاکټري وه، ځکه خو یې په دې برخه کې زده کړو ته مخه کړه. انارکلي په ۱۳۷۴ کې د کابل د غاښونو له طب څخه فارغه شوه.
د انارکلي په وینا د غاښونو ډاکټري یې یوازې د عملي زده کړو پرمهال کړې او بس، نور ورته شرایط نه شول برابر او ژوند په نورو لارو سر کړه.
سیاست ته ناڅاپي راتګ
انارکلي د اساسي قانون د لویې جرګې پرمهال ناڅاپه مجبوره شوه څو په دغه جرګه کې د خپلو دوو نارینه هندو باوره استازو ترڅنګ د ښځينه وو په استازۍ برخه واخلي. وایي زړه نازړه جرګې ته لاړه، خو سیاست خوند ورکړ او پوهه شوه، چې د ډېرو ستونزو د حل لاره په دې برخه کې کار کول دي.

د اساسي قانون تر لویې جرګې وروسته هغه د افغانستان او پاکستان د امن جرګې او د سولې د ملي مشورتي جرګې غړیتوب هم درلود. له هغې وروسته انارکلي د بشري حقونو د خپلواک کمیسون کمیشنره وټاکل شوه، ترهغې چې ولسمشرکرزي په ۲۰۰۹ کې د مشرانو جرګې انتصاب سناتوره وټاکله.
د جعلي سند لېواله نه ده!
انارکلي اوس کلونه کیږي، چې یوه مطرحه سیاستواله ده. زړه یې غواړي چې حقوق او سیاسي علوم ولولي، خو وخت ورته نه لري.
د دې په وینا دا یې زړه نه مني، چې د ځینو نورو خلکو په شان په کوم پوهنتون کې تش په نوم داخله واخلي، خو نه درس ووایي او نه پوهنتون ته حاضري ورکړي.
دا چې په اصولو برابر به د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي لوستو ته انارکلي کله وخت پیدا کوي معلومه نه ده، خو دا یې یو ارمان دی.
د انارکلي د شخصي ژوند په اړه معلومات لا رسنیز شوي نه دي، خو ګومان کیږي چې لا هم پېغله ده او واده یې نه دی کړی.