څنګه د سخت او له زیات کوښښ پرته کارونه ترسره کړو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: نوراحمد فضلي
هنري فورډ وايي:” تاسي کولای سئ او تاسي نه سئ کولای “ که ووایاست چي تاسي کولای سئ او هم که ووایاست چي تاسي نه سئ کولای؛ په دواړو کښي حق په جانب یاست. په بل عبارت، که په مخ کښي د پرتو کارونو نوملړ ته وګورئ او زړه مو ولوېږي او د ځان سره ووایاست؛” هیڅکله به دا ټول کارونه و نه سم کړای “ بالکل، هیڅکله به یې و هم نه سئ کړلای.
له بلي خوا څخه، که فکر وکړئ چي” ددې کارونو عملي کول به یو څه وخت وغواړي، غوره ده چي سر یې کښېږدم… “له شک پرته، د ټولو پر عملي کولو به توانا سئ.
تاسي د نورو سره کوم توپیر نه لرئ، د هغه کس په اړه فکر وکړئ چي تاسو یې پېژنئ؛ هغه کس چي یو بوخت ژوند مخ ته وړي او سره له دې بیا هم هرڅه په ښه توګه اداره کوي.
نو کله چي سته کسان چي دغسي کړنلار ولري، تاسي هم کولای سئ او همدارنګه، باید دا موضوع زړه ته تېره کړئ، یا لږترلږه عملي کول ئې شوني وګڼئ. هرکله چي وسي منفي دماغ مو له منفي فکرونو ډک سي، ځان ته ووایاست چي نه داسي نه ده او د کارونو عملي کول شوني دي.
باید وغواړئ چي منظم اوسئ
که میل ولرئ چي لږ منظم تر اوسئ، اړتیا نسته چي ډېر او خاص څه وکړئ، بلخوا اړتیا لری وغواړئ او عملاً پیل وکړئ. که یوازي د فکري او نظري لحاظه د منظم واله لېوال یاست؛ هیڅکله بې عملي نه سئ کړلای.
آیا تر اوسه اړ سوي یاست چي د شاته پاته کارونو د عملي کولو په وجه، په بېړه ځان د غونډي ځای ته ورسوئ؟ آیا تر اوسه اړ سوي یاست چي د یوې ټوټې کاغذ ترلاسه کولو له پاره مو د بسته کاټن امر ورکړی وي. اغلې که وپوهېدې چي باید منظم اوسې څومره به مو فشار او سټریس کم سي، چمتو یاست چي په دې اړه کوم کار وکړئ.
اړتیا نسته چي خپل شخصیت واړوئ
شونې ده داسي فکر وکړئ چي یو بې پلانه او ځینې وختونه هېرجن یا آزاد کس یاست او همدارنګه فکر کوئ چي منظم افراد خسته کوونکي، بې احساسه، د وړاندوینې وړ، یکنواخته او بالغ کسان دي. اندېښمن کېږئ مه، اړتیا نسته چي په یوه له دېو بې روحو، سخت کارو او منظمو کسانو دي تبدیل سئ.
تاسي اوس هم کولای سئ چي طبیعتاً خوشحاله اوسئ او په حال کښي ژوند وکړی. کافي دي چي د ټولو چارو سره منظم او ګټور چلند وکړی، حتا که چیري په بشپړه توګه د هغه سره د ځان ښودني په حال کښي یاست.
موکې (فرصتونه) رامنځ ته کړئ
د افرادو ستر خنډ د وخت کمښت دی. مسلماً، که موږ کافي وخت ولرو، کولای سو چي هرڅه را په یاد کړو. خو وخت یوازینی څیز دی چي موږ ئې په خپل اختیار کښي نه لرو، نو اړ یاست زده کړئ چي څنګه تاسي خپله فرصتونه را منځ ته کړئ.
د بېلګي په ډول: پر مبایل د ږغېدو پر ځای خپلي خبري اتري د برېښنالیک له لاري وکړئ، په همدې ډول به مو د ځان له پاره اضافي وخت سپما کړی وي.
چاري د وخت عمومي میلان سره سم عملي کړئ
هرڅومره چي موږ خپل ژوند عادي او منظم کوو او د پلان له مخي یې مخ ته وړو، تر ډېره په آسانۍ سره ادامه ورکولای سو. په همدې بنسټ هره ورځ، په یوه ټاکلي ساعت کښي خپل اولادونه پارک ته بوځئ، کله چي مو د غرمې وخت خلاص سو، خپل برېښنالیک مو وګورئ.
په دې ډول، هرڅومره چي په ژوند کښي موخي او پلانونه ولری، هغومره به کم د خپلو کارونو د تعقیب له پاره سخت کوښښ ته اړتیا پیداکوئ.
ځان ته مه وایاست چي حوصله مو له لاسه ورکړې ده
آیا تاسي هم یو له هغو کسانو څخه یاست چي ګومان کوی، که منظم او پُرحاصله اوسئ ستړي کوونکي دي، یا د خپلو کارونو د عملي کولو په منظور د فهرست چمتو کولو له پاره او د خپلو دوستانو د زوکړې نېټي په را په یادولو ته حوصله نه لری، یا د ورځنیو تجربو او خاطرو کتابچې لرلو څخه بېزاره یاست؟
متاسفانه دغسي یو فکري کړنلاره سمه نه ده، په یوه منظم او پلان سوي ژوند کښي د یوه غیرمنظم او بې پلانه ژوند په پرتله کمه ستومانتیا او خستګی شتون لري.
مه بېرېږئ
ډېر کله د کار حجم او فشار ته په کتلو سره هغه ډېر سخت مالومیږي. نه پوهېږئ چي له کومه یې پیل کړئ او د کار حجم ستاسو د سترګو په وړاندي، له وحشت پرته نور څه نه را منځ ته کوي. ښه نو که ددې تصویر لیدل تر دې اندازې بېروونکي دي؛ مه ورته ګورئ.
که تاسي وکولای سئ چي قضیه اړخ ته کړی، کولای سئ په همدې لحظه کښي یوازي یو کار وکړئ. تاسي باید چټک، ګټور او پر وخت دا کارونه وکړئ او په فهرست کښي یې یو یو په نښه کړئ. خو څشي چي شوني دي دا دي؛ چي په همدې وخت کښي یوازي کولای سئ له یادو کارونو څخه یو یې عملي کړئ، نه ټول هم مهاله.
نو را ولاړ سئ او په یوه ګوښه کښي سر کښته واچوئ او ټولو هغو کارونو ته فکر وکړئ. پر خپل کاري مېز باندي یوازي یوه شي ته وګورئ، نه ستاسي پر مېز باندي ټولو کاغذانو ته. غوره ده چي کارونه د دوی د ضرورت له مخي را پیل او انجام کړئ. لږ لږ او په کرارۍ سره یې مخ ته یوسئ.
د کار ډېر حجم ته فکر مه کوئ او په تدریج سره ټول عملي کړئ څو احساس کړئ چي فکر مو سیخ سوی دی او کارونه هم مخ پر خلاصېدو دي. کله چي د کار په پای کښي سر را پورته کړی، هک پک به سئ چي تر کومه حده توانېدلي یاست چي هغه باحجمه کارونه مو عملي کړي دي.
کرار او همېشه کار وکړئ
پوهېږئ چي ځیني کارونه ډېر ژر یو پر بل سره کوټه کېږي او تاسي هم نه سئ کولای چي له کولو ئې پر شا سئ. د بېلګي په ډول: د خاصو فورمونو ډکول یا کتل.
ډېره آسانه ده چي تر یوه فورم لوستلو وروسته هغه ډک کړئ او که پر وخت باندي د ټول منزل پاک کاري وسي، د ورځي په پای کښي به کارونه آسانه او لږ وي.
دا هغه عادتونه دي چي تاسې باید په خپلو ځانونو کښي پیداکړئ او شاید په پیل کښي، ستونزمن وي، خو د څو ورځو په تېرېدو سره به را منځ ته سوو توپیرونو ته متوجه سئ او ورته په ارزښت قایلېږئ.
نو پیل ئې کړئ، تاسي ته کوم کارونه پراته دي چي یو پر بل کوټه دي، هغه کارونه چي ډېر ژر ستاسي له عهدې څخه وزي او تر لنډ وخت وروسته یې کول درته ستونزمن او ناراحت کوونکي وي.
مثبت فکر ولرئ
که ډېر کارونه درته پراته دي، په هغه صورت کښي چي مثبت فکر ولرئ، ډېر ژر هغوی عملي کولای سئ. ځکه نو پر هغو لاسته راوړنو چي په دې وروستیو کښي مو ترلاسه کړي دي او هغو کارونو چي په اغېزناک ډول مو کړي دي فکر وکړئ، نه د هغو کارونو پر اوږده فهرست باندي چي لا مو عملي کړي نه دي.
په یاد مو وي چي بالاخره په هر صورت کښي کارونه کيږي او کنه وي، هم دنیا مخ ته روانه ده.
هغه موارد چي ستاسي وخت تلفوي باید تر خپل کنټرول لاندي ولرئ ځیني څیزونه ټول وخت له منځه وړي، چي ډېر مشهور یې انټرنیټ دی. البته نه سو کولای چي انټرنیټ ته دي په کمه سترګه وګورو، ځکه د خارق العاده نوښتونو څخه یو دی چي زموږ ژوند یې را آسانه کړی دی. خو که پام مو نه وي په هماغه اندازه چي د لږ وخت په نیولو کښي، ګټور دی کولای سي چي په ډېري تېزۍ سره ستاسي وخت تلف کړي.
ځیني کسان په ساعتونو وخت په پخلنځي کښي تېروي او ډېر خوندور خواړه پخوي. په داسي حال کښي چي دغه ډول آشپزي زیات وخت ته اړتیا لري او دوی کولای سي چي همدغه خوندور خواړه په ډېر کم وخت کښي چمتو کړي.
په کومو وختونو کښي چي ډېره انرژي لری، هغه وپېژنئ
شاید مازدیګر یا لمرلوېده مهال تاسي ډېره انرژي لری، یا هم شاید سهار مهال تاسي پُر انرژي اوسېږئ، تاسي باید پوه سئ چي د ورځي په جریان کښي کوم وختونه ستاسي له پاره ډېر بهره ور دي څو وکولای سئ چي خپل موثري وړتیا ته په کتلو سره کار وکړئ او په دې وخت کښي هغه کارونه چي ستاسي په فکر مهم او ضروري دي عملي کړئ. د بېلګي په ډول: هغه کارونه چي ډېر تمرکز ته اړتیا لري، یا هغه کار چي تاسي غواړئ په ښه ډول یې وکړی.
نوملړ ترتیب کړئ
هر وخت چي مو ژوند بې نظمه او ګډوډ کیږي، د نوملړ لیکل او چمتو کول کولای سي ستاسي سره ډېره مرسته وکړي. تاسي کولای سئ ټول هغه څیزونه چي همېشه هڅه کوی په یاد ئې کړی، د یوه کاغذ پر مخ یاداښت کړئ او په دې ترتیب، خپل دماغ آزاد پرېږدئ څو وکولای سي پر نورو کارونو او څیزونو فکر وکړي. د کنټرول او اجراء وړ نوملړونه ولیکئ.
د یاداښت کتابجه ولرئ
یوه بله حللار دا ده چي د یاداښت کتابجه ولرئ او همېشه ورڅخه ګټه واخلئ. کولای سئ یوه کوچنۍ یاداښت کتابچه واخلئ چي ستاسي په جېب کښي ځاېیږي او کوم څه چي در په یادول غواړئ؛ یاداښت ئې کړئ. دا کار په یوه عجیب ډول ستاسي دماغ آزادوي او سټریس او فشار درڅخه کموي.
پر یوه وخت څو کارونه
تاسي کولای سئ کله چي د هغي کمپنۍ سره اړیکه نیسئ چي په ځنډ سره تلفون ته ځواب ورکوي، خپل برېښنالیک وګورئ، یا کله چي تلوېزیون ګوری، لږ مطالعه هم وکړئ. په دې ترتیب، هم مهاله د څو کارونو کول ستاسي وخت سپما کوي.
یاداښتونه مو په دروازه پوري ونښلوئ
که کارونه مو درڅخه هېريږي ولي یې د دروازې پر مخ نه نښولئ څو د کور یا خوني څخه د وتلو پر مهال ورته پام وکړئ. یوازي د دروازې پر مخ نه، هر هغه ځای چي فکر کوئ هغه وینئ. یوازي کافي دي چي په یاد یې کړئ دا چي خپل ځانګړي یاداښتونه چیري ونښلوئ.