د استعفاوو دوام؛ هندی تیز بالر «آر پي سینګ» هم له کرکټ څخه څنګ ته شو !

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چپ لاسی تیز بالر رودرا پرتاپ سینګ، چې په نړیوال کرکټ کې په (آر پي سینګ) نوم سره مشهور و، د کرکټ په ډګر کې د ۱۳ کلونو لوبیدو وروسته د خپلې استعفا خبر ورکړ.

 نوموړی د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ م کال کې په هندۍ ملي لوبډله کې د زیمبابوې خلاف په یوه ورځینۍ سیالۍ کې ولوبید، چې د ښې کار کردګۍ وروسته په ۲۰۰۶ م کال کې د پاکستان خلاف ټیسټ لوبې ته هم غوره شو او په دغه لمړۍ ټیسټ لوبه کې یې د ۴ ویکټو په اخیستو او اقتصادې توپ اچونې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم خپله کړه.

 همدا راز دغه چپ لاسی تیز بالر د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ م کال کې د کرکټ په لمړي ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې د هندۍ لوبډلې لپاره ولوبید، چې په خپل شتون سره یې هندوستان د هغه جام اتلولي هم خپله کړه.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تر څنګ د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې هم نوموړی د لمړي ځل لپاره د ډیسن چارج لوبډلې سره په ۲۰۰۸ م کال کې ملګری شو، چې په خپل بهترین بالینګ یې دغه لوبډله په ۲۰۰۹ م کال کې د لمړي ځل اتلولۍ جام ګټلو ته ورسوله.

(آر پي سینګ) د ډیسن چارج لوبډله کې په لوبیدو په ټورنمنټ کې په ۲۳ ویکټو اخیستو د مخکښ توپ اچوونکي جایزه هم خپله کړې وه.

 همدا راز نوموړی د هندوستان لپاره ۱۴ ټیسټ، ۵۸ یو ورځینیو او ۱۰ شل اوریزه سیالیو کې په لوبیدو سره په ۱۲۴ ویکټو اخیستو توانیدلی و.

نوموړی د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې په ۲۰۰۹، وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې په ۲۰۱۱ او وروستۍ ټیسټ لوبه کې هم په ۲۰۱۱ م کال کې ولوبید، خو په ۲۰۱۶ م کال کې یو ځل بیا د هند په تجارتي «آي پي ایل» لیګ سیالیو کې د پوني رایزینګ سوپر جاینټ لوبډلې سره ولوبید.