د ورځې ۲۰ دقیقې خوب مو روغتیا او فعالیت پیاوړي کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: مریم محمدي
دا چې د اوړي یا دوبي شپې ډيرې لنډې او ورځې اوږدې وي، د ډيری کسانو خوب پکې نه پوره کيږي.
د څيړنو په اساس زموږ بدن ډير خوب ته اړتيا لري. خوب د انسان د وجود لپاره تر بل هرڅه ډیر ارزښتناکه دی، ځکه د خوب پرمهال د انسان انساج او حجرې خپل فعالیت کوي او خرابې شوې حجرې ځان بیرته رغوي او یا نوې حجرې رامنځ ته کیږي.
راځو دې ته چې یو شمېر خلک د شپې سربیره د ورځې هم لږ تر لږه ۲۰ دقیقې ویده کیږي، خو یو شمېر نور بیا په دې باور دي چې که د ورځې ویده شي، نو کارونو کې به يې ځنډ را منځته شي، دا فکر تر ډیر سم نه دی ځکه که ۲۰ دقیقې د ورځې خوب وکړي نو ډیر کارونه په سمه او له انرژي ډک به مخ ته یوسي.
وايي چې شپه د خوب لپاره او ورځ د کار لپاره، خو پوښتنه دا ده چې آیا د ورځې پرمهال خوب ګټه لري؟
څیړونکي وايي چې د ورځې پرمهال لنډ خوب ډیرې ګټې لري او په حقیقت کې د انسان د روغتیا لپاره ډیر مفید واقع کیږي.
په جنوبي اروپا کې له اوږدې مودې راهیسې د ورځې پرمهال لنډ خوب کول یو فرهنګ ګرځیدلی، دوی په دې باور دي چې دا لنډ ورځنی خوب نه یواځې روغتیا ته ګټه لري بلکې په ورځنيو کارونو يې هم ښه اغیزه لرلی شي.
څیړنې ښيي؛ د ورځې پرمهال لنډ خوب د انسان تمرکز زیاتوي او په پایله کې یې د انسان فعالیت او کار ښه کیږي. پر دې سربیره د ورځې پرمهال لنډ خوب کولی شي د زړه د ناروغیو مخنیوی هم وکړي او د انسان د وینې د جریان په ښه والي کې هم مرسته کوي، چې له امله یې د انسان حالت ورسره ښه کیږي.
په ورته وخت کې د ورځې په نیمايي برخه کې زیاتره کسان د تمرکز له نشتوالي او له ستړتیا شکایت کوي، چې په دې وخت کې لنډ خوب کول ورته ډېره ګټه لري.
د ورځې پرمهال د ۲۰ یا ۳۰ دقیقو لپاره خوب کول او په اکثر ډول تر یو ساعت پورې خوب د انسان د روغتیا په برخه کې ډیره مرسته کولی شئ.
په عین وخت کې په دفتر کې د کار پرمهال، د کاري وقفې پرمهال او یا کار ځای ته څیرمه په یوه پارک کې خوب کول هم به یو ښه انتخاب وي.