له کتابونو څخه په ډیکوریشن کې ګټه واخلئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: تورپيکۍ سادات
په ټولنیزو شبکو کې به مو د یو شمېر افغان سیاستوالو ملاقات خونې لیدلې وي، چې په کتابونو په منظم ډول ډیکور شوي او خلکو یې پردې کار نیوکه کړې.
دا یوازې افغانستان نه دی، چې له کتابونو څخه په ډیکور کې ګټه اخیستل کیږي؛ په نړۍ کې دا یو عام کار ګڼل کیږي، خو دلته نیوکې ځکه پرې شوي، چې دا کار خلکو ته نوی او د نه وړاندوینې وړ دی.
دلته درته هغه لارې چارې ښیوو، چې تاسې هم د خپلو دفترونو، ملاقات خونو او نورو ځایونو په ډیکور کې له کتابونو څخه ګټه پرې اخیستلای شئ.
مخکې له دې چې مشخصې مشورې درکړو، یادونه کوو چې د دې کار لپاره درته غوره ده، چې د کتابونو ځانګړې قفسچې، دېوالي کتابتونونه او یا په دېوال کې د کتاب ایښودو لپاره وړې طاقچې ولرئ.
که دا امکانات ونه لرئ زموږ له مشورو ګټه نه شئ اخیستئ.
او که دا امکانات او ورسره د کتابونو د اخیستو جوګه یاست، نو راځئ بسم الله کړئ، زموږ مشورې ولولئ او عمل پرې وکړئ!
متنوع رنګونه
د کتابونو د ډیکور پروخت د رنګ له مخې د دوی ایښودل ځانګړی اغېزلري. د یوه رنګ لرونکي کتابونه په داسې ډول سره یو ځای کړئ او څنګ ته یې د یوه بل همغږي رنګ کتابونه کیږدئ، چې جذابیت او ښکلا رامنځته کړي.
مثلاً: د المارۍ په یوه برخه کې د زېړ، بل کې د سور، بل کې د تور او بل کې د نورو رنګونو لرونکي کتابونه کېږدئ.
دا ډول متنوع او منظم تنظیم شوي رنګونه یوه رنګینه تابلو جوړوي او ستاسې ډیکوریشن کامیابوي.
له نورو وسایلو څخه ګټه اخیستل
یوازې کتابونه د ډیکوریشن لپاره بسنه نه کوي، ښه ده چې له نورو ښکلي کوونکو وسایلو څخه هم ګټه واخلئ.
مثلاً: ځینې هنري اثار، واړه ګلدانونه، مجسمې، رسامۍ، ستاسې یا ستاسې د کورنۍ د مشهورو غړو یا ښایسته منظرو تصویرونه دا ټول د خونې په ښایسته ډیکور کې مرسته درسره کوي.
دا شیان کولای شئ د کتابونو د څو قفسچو ترمنځ د رنګونو د مناسب جوړښت له مخې همغږي او تنظیم کړئ.
خپله له کتابونو څخه ډیکوریشن جوړول
کتابونه له قفسچې یا المارۍ پرته هم سره تنظیمولای او ښایسته ډیکور ترې جوړولای شئ.
مثلاً: کولای شئ د خونې په څو څنډو کې لوی او د حجم له پلوه سره برابر کتابونه په داسې ډول سره کېږدئ، چې د رنګونو یوه تابلو جوړه کړي.
د رنګونو په اړه مخکینی نظر بیا تکراروو، په داسې ډول دې همغږي شي، چې جذابیت ولري.
ځینې وخت کیدای شي د سیاسي یا بل پیغام لرلو په هدف له دغو کتابونو څخه د یوه بیرغ رنګونه هم تنظیم او ترتیب کړئ.
لکه: د افغانستان ملي بیرغ درې رنګه لري: تور، سور، شین.
تاسې کولای شئ د خونې په یوه څنډه کې د رنګونو له داسې همغږۍ سره د ملي بیرغ تمثیل په کتابونو وکړئ.
د کتابونو ډیکور څه ګټې لري؟
ـ په افغانستان کې کتاب چاپونکي د کتابونو له لږ خرڅلاو شکایت کوي، تاسې که کتابونه د ډیکور لپاره وکاروئ، طبیعي ده چې د دوی له کاروبار او په ټوله کې د کتاب د پياوړتیا له فرهنګ سره به مو مرسته کړې وي.
ـ په تاسې، کورنۍ او خاص ډول ماشومانو کې مو د کتاب لوستنې روحیه او اراده پیاوړې کوي، دا تر ټولو لویه او مهمه ګټه ده.
ـ ستاسې ملاقات کوونکو او مېلمنو ته پر لوړ ذوقۍ سربېره ستاسې علمي او مسلکي ذوق په ډاګه کوي، پوهیږي چې تاسې د کومو مسلکونو او مسایلو مینه وال یاست.