د وینې د فشار لوړیدو لاملونه او د معلومولو لارې چارې یې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
د ويني په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه ياديږي، همدارنګه که فشار چې تر خپل نورمالې کچې لوړ شي د لوړ فشار او که چیرې ټیټ شي د ټيټ فشار په نامه ياديږي.
– وینې د لوړ فشار له څه نه پیدا کیږي؟
روغتیا پالان وايي چې د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي:
– په غذايي رژیم کې د مالګې ډیر استعمال
– د الکولي مشروباتو استعمال
– غوړ لرونکو خواړو خوړل
– د وینې د رګونو ناروغۍ
– عصبی او روانی تشویشونه
– سگریټ څښل
– ارثيت
– عمر زیاوالی
– وزن زیاتوالی
– فشار دوه ډوله دی
د وینې فشار دوه ډوله دی، چې يو ته يې لوړ فشار وايي او بل ته یې ټيټ فشار.
لوړ فشار د زړه د انقباض (تنګيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارد شوی فشار دی، چې اندازه يې د ۱۲۰ په شاوخوا کې ده، بل يې ټيټ فشار دی چې د زړه د انبساط (پراخيدو) په وخت کې پر رګونو باندې وارديږي چې اندازه يې د ۷۵ په شاوخوا کې وي.
– د وینې فشار څنګه اندازه کړو؟
ناروغ بايد په راحت شکل ناست وي، د لاسو بازوګان يې له زړه سره په سطحه کې ليول (برابر) وي، تر اندازه کولو نيم ساعت مخکې بايد سګريټ، چایي، قهوه داسې شيان استعمال نه کړي، ځکه یاد شوي شيان يو اندازه فشار لوړوي .
تر اندازه کولومخکې بايد پنځه دقيقي استراحت وکړي، د فشار آلې د خلطې برخه پر بازو باندې باید په منظم شکل وتړل شي، د هوا تر ورکولو وروسته لومړنی غږ د لوړ فشار اشاره ده او وروستی غږ د ټيټ فشار.
همدارنګه تاسې کولای شئ په الکترونيکي آلو باندې هم په اسانۍ سره د ويني فشار اندازه کړئ؛ خو الکترونيکي آلې ډيرې حساسې دي، بايد له ډيرې پاملرنې او احتياط کار ور څخه واخيستل شي.
په یاد ولرئ، د وينې فشار په ډېر عمر لرونکو کسانو، چاغو خلکو، د شکر په ناروغانو، تشويش لرونکو او هغه کسانو کې چې الکولي (شرابي) څښي، لوړ وي.