هغه موټرونه چې د سېنما او ورزش نړیوال ستوري یې خوښوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: تورپیکۍ سادات
د خاصو خلکو ژوند، سلیقه او هرڅه له عامو سره فرق لري. خاص خلک د خپلو مسلکي او هنري چارو ترڅنګ له یو بل سره په دې برخو کې هم له یو بل سره سیالي کوي.
مرسیډس بنز، تسلا، فراري، لنډروور او ځینې نورې مشهورې او له لوړکیفیته موټرې د نړۍ د مخکښو هنري او ورزشي ستورو د ډېر پام وړ دي.
دا موټرې د نورو دلایلو ترڅنګ په دې دلیل هم په برانډونو بدل شوي او زیات کارونکي لري.
په دې مطلب کې به ځینې هغه موټرې دروپېژنو، چې په نړیواله کچه د هنر او سېنما د ستورو ډېرخوښیږي او دوی یې استعمالوي:
مرسیډیس بنزـ جي کلاس

دا موټر د نورو مشهورو څېرو په پرتله د پاپ د ستورو د ډېر پام وړ دي. سیلوستر استالونه، چې د مشهورو فلمونو یو نوموتی لوبغاړی دی، وایي ویاړي چې دغه موټر کاروي.
د دې موټر قیمت له ۱۱۰ زره ډالرو څخه پيل او تر ۱۴۰ زرو رسیږي.
البته نوې ماډلې یې له دې بیو څخه په لوړه خرڅیږي.
تسلا اس ماډل

تسلا اس ماډل د هغو مشهورو څېرو ډېرخوښیږي، چې د چاپېریال ساتنې له مسئلې سره ډېره لېوالتیا لري. دا موټر په برق چلیږي او بیه یې لږ ترلږه ۱۰۰ زره ډالره ده.
فراري لافراري

دا موټر د انګلستان د مشهور موټرځغلونکي لوئیزهمیلتون په موټر ډېر مشهور دی، خو د جاستین بییبر او نورو په ګډون یې ځینې ستوري هم کاروي.
بنتلي جي ټي

بنتلي جي ټي د موسیقۍ نړۍ د ستورو ډېر خوښیږي. دا موټر د نړۍ له ترټولو چټکو ځغلیدونکو او لوکسو موټرو څخه دی.
د دې موټرو بیه له ۲۰۰ زرو ډالرو څخه تر ۳۰۰ زرو ډالرو ده.
لنډروور-رنجروور

دا موټرې هم د نړیوالو ستورو ډېرې خوښیږي. د دې موټرو بیه له ۸۵ زره ډالرو څخه تر۱۳۰ زرو رسیږي.
لامبورگیني اونتادور

دا موټرې د هالیووډ ستورو د ډېر پام وړ دی. د دې موټرو بیه له ۴۰۰ زره ډالرو څخه تر۵۵۰ زرو ډالرو ده.
پورشه 911

دا موټر د مړشوي سینمایي ستوري جیمزډین ډېرخوښیده. نور نړیوال ستوري هم دا موټر ډېراستعمالوي.
رولزرویس فانتوم

دا موټر سړي ته د هالیووډ طلایي دوره یادوي. هغه مهال دا موټرې د لاس انجلس په ډېرو سړکونو کې ګرځیدې. د دغو موټرو بیه له ۴۷۱زرو ډالرو څخه پيل شوې. د دې موټرو خوښونکي معمولاً هغه خلک دي، چې کلاسیک شیان خوښوي.