یوه ویتنامي نجلۍ چي له پوستکي یې د خولې پر ځای وینه ځي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: پلوشه فضلي
د ویتنام یوه روغتون ته را وړل سوې نجلۍ چي یوه جالبه ناروغي لري، ددې نجلۍ د پوستکي څخه د خولې پر ځای وینه روانیږي. ډاکټران وايي نوموړې ۱۱ کلنه ماشومه په ټائډروسس نومي ناجوړۍ اخته ده.
دا یوه داسي ناروغي ده چي مریض پکښي د خولې پر ځای ویني کیږي. په ټائډروسس نومي ناجوړۍ دغه مبتلا یوولس کلني ماشومي ۳-۴ میاشتي وړاندې د ازموینې د چمتوووالي لپاره پر ځان ډېر بوج راوستلی وو چي وروسته یې د بدن څخه د خولې پر ځای وینه جاري کېدل شروع سول او اوس په ورځ کښې د ۳-۴ واري یې بدن د خولې پر ځای ویني کیږي او ورسره شدید سردرد هم لري.
ددې ماشومي د تداوۍ له پاره تر اوسه سوي هڅي بې پایلي تمامي سوي او ډاکټران یې له تداوۍ څخه لاچاره سوي دي. ویل کیږي چي یادې ناجوړۍ دغه ماشومه څو ځلي د مرګ خولې ته ورکړې ده.
ډاکټران په دې اړه داسي وايي:” د ویني ډېر نازک رګونه چي د کيپلرز په نامه یادیږي د پوست څنګ ته چَوي او وینه د خولې پر ځای بهر راوځي. موږ په دې هڅه کښي یوو چي د یادي نجلۍ ذهني فشار را کم کړو، او کېدلای سي چي په دې توګه نجلۍ خپل عادي حالت ته راوګرځي “.