هره ورځ د روغتیا لپاره باید څو ګیلاسه چای وڅښل شي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: پلوشه فضلي
چای یو پخوانی مشروبات دي چي ویل کیږي د روغتیا له پاره ګټور تمامیږي. په چای کښي کیفین او فلورایډ شتون لري. د یوې څېړني په ترڅ کښي دا په ډاګه سوي دي چي په ورځ کښي درې ګیلاسه چای چښل مو د زړه د حملې خطر ۱۱ سلنه را کموي.
په افغانستان کې د چای څښل خو بیخي عام دي، دلته ځیني د چای معتادین چې یې ونه څښي، نو سر یې درد کوي او خپل کار هم په سم ډول سرته نه شي رسولی.
خو پام مو وي چي تر حد زیات چای چښل مو روغتیا ته زیان هم رسولای سي.
– چای بې خوبي را منځ ته کوي
د څېړني له مخي تورو او شنو چایو په یوه ګیلاس کښي ۴۰ ګرامه کیفین شتون لري. د چای ډېر استعمال ستاسي وجود نا ارامه، بې خوبه او پرېشانه کوي.
– چای اوسپنه جذبوي
په چایو کښي شته کیمیاوي مرکب (Tannis) د بدن اوسپنه جذبوي. هغه کسان چي سبزي خوړونکي وي؛ یاني غوښه نه خوري د هغوی له پاره د چای چښل د ویني د کمښت لامل ګرځي.
– چای د درملو په اغېزه کښي مداخله کوي
ډېر چای چښل ستاسي د درملو په اغېزه کښي مداخله کوي. کوم څوک چي درمل کاروي، او ترڅنګ یې د چایو سره هم ډېره علاقه لري، باید په دې اړه د خپل نزدې ډاکټر سره سلا مشوره وکړي.
د ډاکټرانو په وینا، د ورځي د ۲ څخه الی ۵ ګیلاسونو پوري چای چښل مناسبه اندازه ده.
سرچینه: sachtimes.com