جالب: هغه درې کلن ماشوم چي په ورځ کي ۴۰ دانې سګرېټ څکوي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه پلوشه فضلي
د اندونیزیا یو درې کلن ماشوم د ورځي ۴۰ دانې سګرېټ څکوي چي مور یې هم د نوموړي ددې کار په وړاندي بې وسه ده.
د راپی پامونګ کاس نومي درې کلن ماشوم مور په بازار کښي ترکاري او سبزي پلورونکې ده.
په لومړیو وختونو کښي یاد ماشوم چي کله لا درې کلن و په بازار کښي د سګریټو کوچنۍ کوچنۍ ټوټې څکول شروع کړل او بیا وروسته به یې د خلکو څخه په غوښتنه یو او دوه سګرېت پیداکول آن چي نن په ورځ کښي ۴۰ دانې سګرېټ څکوي.
راپي نوم هلک به چي کله د خلکو څخه د سګرېټو غوښتنه کوله، چا به ورته سګرېټ ورکړل، چا به وواهه او چا به ورباندي خندل.

د نوموړي ماشوم عکسونه او ویډیوګاني پر ټولنیزي میډیا باندي خپاره سول چي په دې سره یې مور د خلکو تر سختو نیوکو لاندي راغله.
د راپي مور مریاتي د خپل زوی په اړه وايي:” زوی مي د ورځي دوه پاکټه سګرېټ څکوي، که یې ورنکړم نو ژاړي، جنګ کوي او خوب نه ورځي. “
د نوموړي مور زیاتوي چي د زوی ددې عادت له پاره یې د ډاکټرانو څخه مرسته غوښتې ده.
پاته دي نه وي چي په اندونیزیا کښي سګرېټ ډېر عام او په دې کښي د ماشومانو سګرېټ څکوونکو شمېر هم زیات دی.
منبع: express.pk