افغان لوبډله په ننۍ سیالۍ کې په ېو غشي دوه ښکاره کوي !

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف د لمړي ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو او پکې د بریا خپلولو وروسته نن یو ځل بیا د سیالۍ ډکر ته ځي.
افغان لوبډله په ننۍ سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره دوه کاره کوي، چې د سیریز ګټل او د کوربه ایرلینډ لوبډلې د سیریز ګټلو تمه پرې کوی شي.
که د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ننۍ سیالۍ کې بریا خپله کړي، نو د ویم ځل لپاره به د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې څخه د ۵۰ اوریزه سیالیو سیریز وګټي.
له دې وړاندې دواړه د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې درې ځلې د ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز کې سره مخامخ شوې دي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لمړی سیریز ۲ د ۲ په مقابل کې مساوي، دویم سیریز ۳ د ۲ مقابل کې د افغانستان په ګټه، خو دریم سیریز ۲ د ۱ مقابل کې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په تیر ۲۰۱۷ م کال کې ترسره شوی دی.
که څه هم ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه سیالیو په وروستي سیریز یا لړۍ کې ماتې ورکړې وې، خو دا ځل افغان لوبډلې بیرته ایرلینډ په خپل کور کې راګیر کړی دی او په روانه اګسټ میاشت کې د پیل شوي سفر په لړکې یې تر دې مهاله په دوه ۲۰ اوریزه او یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ کې د ایرلینډ څخه ماتې بریاوې خپلې کړې دي.
تر دې مهاله نه هم ایرلینډ او نه افغانستان یو بل ته د کرکټ په کوم سیریز کې کلین سویپ ورکړی دی؛ خو دا ځل په روانه لړۍ کې افغان لوبډله د دې چانس لري، تر څو ایرلینډ ته په درې واړه لوبو کې د ماتو ورکولو سره دغه کارنامه هم په خپل نوم ثبت کړي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه سیالي نن د افغانستان په وخت د ورځې په ۲ نیمو بجو د ایرلینډ په بیل فاسټ لوبغالي کې پیل کیږي.