د انګلستان د کورني کرکټ ویټالیټي ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیرې جون میاشتې په ۴ مه نیټه په انګستان کې پیل شوې وې، وروستي پړاو ته ورسیدې.
د ۱۸ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د سسیکس، لینکا شایر، کینټ سپیټ فایرز، دورهم جیټز، ورسیسټر شایر ریپیډز، ګلوسیسټر شایر، نوټز اوټ لاز لوبډلې د کوارټر فاینل مرحلې ته ورسیدې، چې په لمړي کوارټر فاینل کې لینکا شایر د کینټ خلاف، سسیکس د دورحم خلاف او ورسیسټر شایر د ګلوسیسټر شایر څخه بریاوې خپلې کړې دي، خو د سمر سیټ او نوټز ویلز ترمنځ سیالي د باران له کبله نن ورځ ته ځنډیدلې ده.
په دغه سیالیو کې تر دې مهاله ۱۲۹ لوبې ترسره شوې دي او د نن لوبې پرته ۳ نورې سیالۍ هم پاتې تر څو دغه لړۍ هم ورسره پای ومومي.
د پاتې ۳ سیالیو لمړۍ او دویمې نیمه پایلوبې ترڅنک پای لوبه به هم د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه ترسره شي.
د بلاسټ په نوم په دې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې ۴ افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې پکې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس، مجیب ځدران همپشایر او ظاهر خان د لینکا شایر لوبډلو سره د لوبیدو په موخه انګلستان ته تللي وو.
افغان لوبغاړی ظاهر خان لا هم په انګلستان کې د لینکا شایر لوبډلې سره ملګری دی او لوبډله یې تر نیمه پای لوبې هم رسیدلې ده.