ویسټ انډیز امریکا ته د کرکټ انتقال په موخه د هندۍ لوبډلې کوربه توب کوي 

رنګین تجريدي ډیزاین

د کرکټ نړیوالې شورا یا «اي سي سي» رسمي پاڼې څخه ویل شوي، ویسټ انډیزی کرکټ بورډ پلان لري، ترڅو په امریکا کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړي.

 ویل شوي، د ویسټ انډیز کرکټ بورډ به هندۍ کرکټ ملي لوبډله د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسراوي په موخه د امریکا فلوریډا ایالت ته دعوت کړي.

 د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اجرایوي مشر «جاني ګریو» د کرکټ «اي ایس پي این کرک انفو» ویب پاڼې سره په خبرو کې ویلې، د اوږد مهاله پلان له مخې به په راتلونکو ۵ کلونو تر ۲۰۲۲ م کال پورې به هر کال په شمالي امریکا کې حد اقل دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ ترسره کړي، تر څو امریکا ته د ورزش په انتقال کې مرسته وکړي.

 د معلوماتو له مخې ویسټ انډیزی کرکټ بورډ به هندۍ لوبډله د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو وروسته په جولاي میاشت کې د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو په موخه امریکا ته دعوت کړي.

 د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اجرایوي مشر په داسې حال کې امریکا ته د لوبو د انتقال خبره کوي، چې همدا اوس د ویسټ انډیز د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه «سي پي ایل» لیګ تجارتي سیالۍ د امریکا په فلوریډا ایالت کې روانې دي او پکې زیات شمیر بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

 تر اوسه هندي کرکټ بورډ په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د دغه ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو په موخه به ویسټ انډیزي کرکټ بورډ سره هوکړې ته ورسیږي، تر څو خپله لوبډله امریکا ته ولیږي.