په کابل کې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالي په مساوي توګه پای ته ورسیده.
دغه سیالي د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کوربه توب د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې سره د افغانستان د بیا ځلي خپلواکۍ د اخیستو د جشن د لمانځلو په موخ ترسره شوه.
یاده لوبه چې بیګا شپه په کابل کې ترسره شوه، د سیالۍ په لمړۍ نیمايي ۴۵ دقیقو کې دواړه لوبډلې په کوم ګول وهلو سره ونه توانیدې.
په دویمه نیمايي کې که څه هم د افغانستان او فلسطین لوبډلو یو د بل دروازې په مسلسل شوټونو سره د ګول وهنې لپاره وننګولې، خو تر وروستیو پورې لوبه ۰ د ۰ مقابل کې روانه وه.
د لوبې لپاره ۶ دقیقې اضافي وخت ورکړل شو، تر څو د لوبې برخلیک معلوم شي، خو بیا هم په سیالۍ کې کوم ګول ترسره نه شو.
د دواړو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په دې سیالۍ سره د لوبو شمیر ۳ ته ورسید، چې په یوې لوبه کې فلسطین بریا خپله کړه وه او بله یې مساوي پای ته رسیدلې وه او د دې لوبې بخلیک هم برابر شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر پاڼې له مخې د فلسطین هېواد د فوټبال ملي لوبډله یې د اسد ۲۸ مې د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت کابل ته د دوستانه سیالۍ د ترسره کولو په موخه رابللې وه، چې د ۵ کلن انتظار وروسته یې یو ځل بیا په کابل کې د کومې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب وکړ.
نږدې ۵ کاله وړاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پاکستان هېواد د فوټبال ملي لوبډله کابل ته را بللې وه، چې په هغې سیالۍ کې افغان لوبډلې ۳ د ۰ مقابل کې بریا خپله کړې وه.