د یوه حقیقي ګډ ژوند لپاره مو د خوبونو او خیالونو ملګري مو پرېږدئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نور احمد فضلي
هر هلک او هره نجلۍ د ډیرو هیلو او ارزوګانو سره تړلي واده کوئ او په خپلو ذهنونو کښې له خپل ژوند ملګري نه یو خاص او خیالي تصویر لري. خو شوني دي تر واده وروسته دې پایلي ته ورسېږئ چې ستاسو ملګری/ملګرې ستاسو د خوبونو او خیالي هغه سره ډېر توپیر لري. دلته نو د یوه قانع کوونکي ژوند لرلو په موخه باید خپل د خوبونو او خیالي ملګری/ملګرې هېر یا هېره کړئ.
د یوه خوښ ګډ ژوند لرلو په خاطر د خوبونو ملګري هېر کړئ. هرکله چې له یوچا نه وپوښتئ چې ولي غواړي واده وکړي نو یو لوی نوملړ به د خپلو غوښتنو، تمایلاتو او خواهشاتو درته ترتیب کړي: غواړم داسي یوڅوک ولرم چې په څنګ کښې یې د سکون او ارامښت احساس وکړم. غواړم داسي یو څوک وي چې د ژوند ترپایه زما سره وي. باید داسي څوک پیداکړم چې زما سره یوازي زما په خاطر مینه ولري او زما عاطفي او جنسي غوښتني او اړتیاوي را پوره کړي. غواړم د داسي چا سره ژوند وکړم چې یوازیتوب مي ورسره ووېشم. زما ملګری/ملګرې باید ما ښه وپېژني او اړتیاوو او غوښتنو ته مي درنښت وکړي.
اوس فکر وکړئ چې دوه کسان هر یو د خپلو اړتیاوو، تمایلاتو او ارزوګانو – عموماُ ځان محوره هغو- سره سم پرېکړه کوي چې یو له بل سره واده وکړي. کله چې یې د واده رنګیني او پرکندي شپې و ورځي تېري شي او ژوند خپل اصلي او واقعي تلن لاري ته ور وګرځي، یو یو خپلې ستونزي او مشکلات څرګندوي.
په حقیقت کښې د ژوند له دې ځایه دي چې تاسي د داسي کس سره مخامخ کېږئ چې سکون و آرامښت ته ستاسو د رسولو او ستاسو د اړتیاوو پوره کولو له پاره یې ستاسو سره واده نه دی کړی بلخوا هغه هم ستاسو په شان د خپلو ډیرو شخصي تشو ډکولو له پاره ستاسو سره واده کړی دی. هغه هم ستاسو په شان خوښوي چې په ښه توګه درک کړل شي او غوښتنو ته یې درنښت وکړل شي. ممکن د واده په لومړیو کلونو کښې د ښځي او مېړه په وړاندېد شته تکلیفونو نه هم یو همدا وي چې د یوه او بل نه خپلې غوښتني او ارزوګاني په حقیقي توګه مدیریت او ددې توقعاتو د تعادل ټکی پیداکړي. اوس ورځو د تعادل دې ټکي ته درسېدو لارې چاري پلټو:
– له ملګري نه مو خپل توقعات طبقه بندي کړئ
خپل خیالونو او خوبونه مو هېر کړئ. دا چې داسي ښځه ولرئ چې همېشه ستاسو پام وساتي، ستاسو هر ډول د خوښي وړ خوراک درته چمتو کړي، ستاسو د خبرې په وړاندېخبره و نه کړي، چې څنګه تاسو غواړئ هماغسي جامې واغوندي یا د هرچا سره چې ستاسو نه خوښيږي تعامل و نه کړي او… په نننۍ واقعي نړۍ کښې منطقي نه مالوميږي.
له بلي خوا نه داسي یو نارینه چې همېشه آرام، رومانټیک او مهربان اوسي، ستاسو اړتیاوي وړاندې تر دې چې تاسو یې ورته ووایاست در پوره کړي، ستاسو د ټولو اړتیاوو او سوداوو له پاره په کافی اندازه پیسې ولري او همېشه د کور په کارونو کښې ستاسو سره مرسته وکړي هم په نننۍ واقعي نړۍ کښې نشته.
په همدې خاطر لازمه ده چې د افسانو او خیال پلوونو نه خپل ذهنونه ډک نه کړئ او خپلې غوښتني او ارزوګاني لومړی پر لومړیتوبونو ووېشئ او وروسته یې د واقعیت پر بنسټ طبقه بندي کړئ.
– ستاسو له منطقي اړتیاوو نه کومه یې یوازي ستاسو د ملګري په لاس چمتو کيږي
اوس نو تاسو د خپلو اړتیاوو او توقعاتو یو واقعي نوملړ په لاس کښې لری خو دا نوملړ بیا هم بیاکتني ته اړتیا لري. هغه شناخت او پېژندني ته په پاملرني سره چې تاسو د خپل ملګري په اړه پیداکړی دی، وګورئ چې ستاسو کومه اړتیا باید یوازي ستاسو د ملګري په واسطه پوره شي. د بېلګي په ډول: شونې ده اړتیا ولری چې ستاسو د کارځای پیښي او ستاسو د همکارانو سره ستاسو بوختیا د ټولو جزئیاتو سره یوچا ته ووایاست ترڅو یو څه آرام سئ. له بلي خوا نه مخکینیو تجربو تاسو ته ښودلې ده چې ستاسو ملګری ددې تفصیلاتو اورېدلو حوصله نه لري او تر دې چې په کارځای کښې ستاسو د شخړي نه خبرېدل یې پرېشانه او اندېښمن کوي. په دې وخت کښې د هغه دوست او رفیق سره خبري کول چې هغه هم ستاسو سره په خبرو کولو خوند اخلي، ښه تصمیم وي.
په لنډ ډول باید ووایم داسي اړتیاوي او توقعات انتخاب کړئ چې د خپل ژوند ملګري نه بل څوک یې پر پوره کولو قادر نه وي. مثلاً جنسي اړتیاوي هغه مورد دی چې باید ستاسو د ژوند ملګري له لوري تامین کړل شي. د ملګري له اوږې نه د توقعاتو پېټي په کمولو سره کولای سئ دغه رقم خاصو مواردو ته په ډېري او بهتري انرژي سره توجه وکړئ.
– ملګری مو له خپلو معقولو اړتیاوو خبر کړئ
ستاسو له آنده ستاسو اړتیاوي معمولي او څرګندي مالومیږي خو همدغه معمولي شوني دي ستاسو د ملګري له پاره په بشپړه توګه نوي او ناشناخته وي. ځکه نو هیڅ وخت د خپلو معقولو او منطقي غوښتنو او توقعاتو د صادقانه او په څرګند ډول بیانولو نه مه پر شا کېږئ.
– ملګري ته مو موکې ورکړئ چې د ملګریتوب د نوي رول سره آموخته شي
د ژوند ملګري په توګه د یوه انسان پېژندل ستونزمن کار دی چې وخت تېرېدو ته اړتیا لري. حتا کله چې ستاسو ملګري تاسو په صحیح ډول پېژندلي یاست ستاسو پر اړتیاوو د بري موندلو په موخه لا زیات وخت او د نویو مهارتونو کسبولو ته اړتیا لري.
مثلاً شونې ده ستاسو ماینې په ښه توګه درک کړي وي چې د موټرچلوني پر وخت توقع لری چې پر تاسو اعتماد وکړي او همېشه ستاسو نه، نه غواړي چې له نورو پته وپوښتئ؛ د ښځو له پاره ددې کار ترسره کول او منل چې تر ډېره په اسانۍ سره له نورو د ادرس پوښتنه کوي ستونزمن او غیرمعقول مالوميږي او ستاسو ملګرې ددې له پاره چې خپل تحمل زیات کړي او پرېږدي چې په خپله ادرس پیداکړی وخت ته اړتیا لري.
– له ګډ ژوند نه مو د ملګري په توقعاتو پسي وګرځئ
د یوه خوشحاله ګډ ژوند له پاره د بنسټیزو مهارتونو نه یو دا دی چې وګړي وکولای شي ځانونه د دوی د ملګرو پر ځایو فرض کړي او نړۍ او ژوند ته د دوی د ملګرو له نقطه ی نظره وګوري. په دې رقم ستاسو دوه نفري اړیکه بهتره خپله اصلي بڼه اخلي. هرکله چې اړیکه په ښه توګه روزل سوې وي، د اړیکي دواړه طرفونه ورنه خوند اخلي. ځکه نو د توقعاتو د مدیریت له لارو نه یوه دا ده چې د خپلو توقعاتو له حلقې نه راووزی او هڅه وکړئ چې د خپل ملګري اړتیا، توقعات او هیلي په توګه وپېژنئ. په دې کار سره به د یوه او بل سره نور هم نزدې سئ او هم به خپل ملګری/ملګرې ښه وپېژنئ او دا چې هغه مو خوشحاله او راضی کړی وي؛ تاسو خوشحاله کېږئ او هم دا چې د اړیکي د بهبود په لاره کښې چې مو ګام پورته کړی دی، ملګری مو ستاسو د توقعاتو په تامینولو کښې له ډېر نه ډېر علاقمند کړی دی.
– یوې خوشحالې اړیکې ته د رسېدو له پاره لازم مهارتونه زده کړئ
‍ د ملګري پېژندل که څه هم ستونزمن دي خو یوې خوشحالي اړیکې ته درسېدو په موخه کافی نه دي. هڅه وکړئ چې د ملګري د حقه توقعاتو تامینولو په موخه په ځان کښې لازم مهارتونه پیدا کړئ. مثلاً کله چې ستاسو ملګری توقع لري چې د نورو په وړاندېپر هغه باندي نارې او فریاد مه وهی، باید هڅه وکړئ چې د نوموړي ددې پرځای او منطقي غوښتني په موخه د غُسې کنټرولولو مهارت کسب کړئ. په دې ډول به هغه هم ستاسو د اړتیاوو په پوره کولو کښې ګامونه واخلي.
– پر خپل ځان حساب وکړئ
د اصولو له مخي په انساني اړیکو کښې له ځان پرته نور زموږ اړتیاوي او غوښتني نه شي را پوره کولای. باید د زړه له تله دا زړه ته واچوئ چې له تاسو پرته هیڅوک په صحیح شکل نه شي کولای پوه شي چې تاسو کومي اړتیاوي او غوښتني لری او څنګه کولای سئ دا غوښتني او اړتیاوي پوره کړئ. ځکه نو ددې پر ځای چې په یوه ګوښه کښې کښېنئ په دې هیله چې نور په ځانګړي ډول ستاسو ملګری کار وکړي ترڅو تاسو نېکمرغه کړي، پر خپلو وړتیاوو حساب وکړئ.