د سریلنکا په کولمبو کې د کوربه سریلنکا او میلمه جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ، یو ورځینیو او ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ پای ته ورسیدې، چې پکې کوربه لوبډلې ګټه وکړه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو په سیریز کې سریلنکا لوبډلې دوه د صفر مقابل کې جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ په لمړیو درې لوبو کې بیرته جنوبي افریقا د سریلنکا خلاف مسلسل بریاوې خپلې کړې.
همدا راز په وروستیو دوه ۵۰ اوریزه او یوې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سریلنکا بریاوې خپلې کړې، چې ورسره د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو درې سیریزونه پای ته ورسیدل.
په وروستۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې جنوبي افریقا د سریلنکا خلاف د کوینټن ډیکوک د زیاتو ۲۰ منډو پرمټ یواځې ۹۸ منډې جوړې کړې، خو سریلنکا ته یې هم پوره کول اسانه کار نه و.
سریلنکا په ځوابي لوبه کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځیدو دغه هدف د لوبې په ۱۶ اورونو کې د چاندیمال د ۳۶ او ډيسیلوا د ۳۱ منډو ملګرتیا پرمټ پوره کړ.
سریلنکا په وروستۍ بریا سره د ۳ پواینټونو په خپلولو خپلې نمرې ۸۵ څخه ۸۸ ته پورته کړې او د نړیوالې درجه بندۍ په ۹ پوزیشن کې یې خپل ځای نور هم محفوظ کړ.