قیس احمد د ویسټ انډیز په غوره لیګ د ویکټو پیل وکړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 د ویسټ انډیز د کورني کرکټ په «CPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د افغانستان د ۱۹ کلنې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي قیس احمد په خپلې دویمې سیالۍ کې د ویکټو اغاز وکړ.

نوموړی د ویسټ انډیز د «CPL» یا کارابین پریمېیر لیګ سیالیو کې د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې سره د لوبیدو په موخه ویسټ انډیز ته تللی دی، چې تر دې مهاله په لمړنیو دوه سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی.

لیګ سپینر قیس احمد د ټورنمنټ او خپلې لمړۍ سیالۍ کې د ټرینګ بیګو نایټ رایډرز لوبډلې خلاف دوه اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې وې، خو په دویمي سیالۍ کې یې د ګیانا امازون لوبډلې خلاف بهترینه لوبه ترسره کړه.

 په دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې که څه هم د قیس احمد اړوند د لوشیا سټارز لوبډلې بریا خپله نه کړه، خو پکې افغان لوبغاړي قیس احمد د پاکستان شعیب ملک ترڅنګ ویسټ انډیزي لوبغاړي شیمرون هیټ مایر او چادویک والټن له مخې پورته کړل.

 دغه افغان لوبغاړي په ۴ اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکړې سره د ۳ لوبغاړو سوځولو ترڅنګ په توپ وهنه کې په ۴ بالونو د یوې شپږیزې پر مټ ۹ منډې هم جوړې کړې، خو لوبډله یې د ۳ منډو په توپیر له بریا خپلولو وروسته پاتې شوه.

د دغه سیالیو په څلورمه لوبه کې امازون لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نیوزیلنډي ویکټ کیپر توب وهونکي لوک رانکي د ۴۲ زیاتو منډو سره سټارز لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ، خو سټارز لوبډله په ځواب کې پاتې راغله.

 بل خوا د کارابین پریمییر لیګ سیالیو په پنځمه لوبه کې سنټ کیټز لوبډله د ټرینګ بیګو لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پګې سنټ کیټز لوبډلې بریا خپله کړه.

همدا راز د روان لیګ په شپږمې سیالۍ کې به یو ځل بیا امازون لوبډله د بارباډوس ټریډینټ لوبډلې خلاف سبا بخت و ازمايي.

  د «CPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دا پړاو د اوسنۍ اګسټ میاشتې له ۸ مې نیټې څخه په ویسټ انډیز کې پیل شوې او د سيپټمبر میاشتې تر ۱۶مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د ۶ م پړاو په دې لوبو کې د (ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا) ۶ لوبډلې شاملې دي، چې پکې به نایټ رایډرز د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

په دغه سیالیو کې تیر کال د افغانستان څخه دوه لوبغاړو محمد نبي عیسی خیل او راشد خان هم ګډون کړی و، خو سږ کال د انګلستان په بلاسټ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د بوختیاوو له کبله یې په دې لیګ کې ګډون و نه کړ.