د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په کورني او نړیوال کرکټ کې د ښه ځلیدو او مشهوره تجارتي سیالیو کې د لوبیدو وروسته د یو خیریه بنسټ جوړیدو تکل وکړ.
د کرکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې څخه خبر ورکړ، چې د هېواد د بې وزله او یتیمانو سره د مرستې په موخه یې د ( راشد خان) په نوم خیریه بنسټ جوړ کړ، تر څو له دې لارې وکولی شي، خپلو هېواد والو سره مرسته وکړي.
راشد خان ویلي د خپلو هېواد والو د دعاوو په برکت تر دې ځایی را رسیدلی دی او اوس وخت دی، چې د دوي په درد دوا شي.
د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ به په لمړیو کې په کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د یتیمانو او بې وزله ماشومانو سره د مرستې لړۍ پیل کړي او په راتلونکې کې به دغه لړۍ د هېوادو نورو برخو ته هم وغځوي.
د راشد خان په خبره دغه بې وزله کسانو ته به د لمړي ټولګي څخه تر ۱۲ م ټولګي پورې د زدکړو زمینه برابره کړي او ټول مالي لګښت بیا یې د ده د بنسټ لخوا ورکول کیږي.
ویل شوي دا لړۍ به درې ولایتونو کې د ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ کسانو پورې پیل شي، چې ترې به ازموینه هم واخیستل شي.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وروسته له هغې دا اقدام کوي، چې څه موده وړاندې د ملي لوبډلې بل لوبغاړي کریم خان صادق هم په ختیځ ننګرهار کې د بې وزله خلکو سره د مرستې په پار د کریم صادق په نوم خیریه بنسټ پرانیست، چې پکې ورسره راشد خان هم فعاله ونډه لرله او وخت نا وخت یې له دغه بنسټ سره مالي مرسته کوله.
افغان لوبغاړی راشد خان اوس مهال په انګلستان کې د بلاسټ په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سوداګریزو سیالیو کې بوخت دی او څو ورځې وروسته به د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سره د ایرلینډ خلاف په سیالیو کې د ګډون په موخه ایرلینډ ته ستون شي.