ژباړه: نور احمد فضلي
شاید کله بریالیتوب ته د رسېدو په موخه د خنډونو سره مخامخ شئ. نه شئ کولای یوازي د خنډونو د شتون له وجي د خپلو موخو څخه پر شا شئ. تاسې کولای شئ چې د جریان په پېژندلو سره خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو په موخه بهترینه لاره و ټاکئ.
بریالیتوب د هر کس له نقطه ی نظره بېل تعریف لري. هر کس یې د خپلو معیارونو له مخي تعریفوي. پر دې اساس، تاسې باید لومړی د ځان له پاره بریالیتوب تعریف کړئ او هغه ته د رسېدو لارې چارې ولیکئ.
د خنډونو پېژندل ستاسې سره د بریالیتوب لوړو څوکو ته په رسېدو کښې ډېره مرسته کوي.
دلته درته د څو مروجو خنډونو څخه یادونه کوو:
– بېره (ویره)
بېره د بریالیتوب له سرسختو دښمنانو څخه ده. کله چې بېره خپلې حساسې ریښې ستاسې پر شاوخوا باندې راپېچي او تاسې په خپل دام کښې راګېروي، هیڅکله به و نه شئ کولای چې خپلې موخې رښتیا کړئ.
موږ باید له وهم او بېري سره مقابله وکړو. وګورو چې ولې یې زموږ په وجود کښې ځای نیولی دی، بیا یې لېري وغورځوو او خپلي موخې په پوره میل سره تعقیب کړو.
د بریالیتوب جدی خنډونه کوم دي؟ پر وهم او ترس باندې غلبه پیداکول، تازه او نویو منظرو ته د رسېدو په موخه لومړی ګام اخیستل هغه څه دي چې بریالیتوب شونی کوي. نن ورځ له څه شي څخه بېره لرئ؟ پر کوم وهم او ترس باندې باید غالبه شئ ترڅو وکولای شئ خپلې موخې په لاس راوړئ؟
کله چې مو دا وپېژندل، هغه کار ته لاس واچوئ چې په ډېر شدت سره ستاسې د وهم سره ټکر لري. دا کار په صحیح مسیر کښې د لومړي ګام اخیستل او پر بېري او وهم باندې غلبه په ځان پسې لري.
– غوږ نه ګرول/صرف نظر کول
شوني دي په تحصیل او کاري ژوند کښې ستاسې د لوېدنې (زوال) د لاملونو څخه د چارو ځنډول او یا صرف نظر کول وي. هغه کسان چې په دې مریضۍ اخته دي، دوی خوښوي چې په دې توجیه کوونکو جملو سره چې/” ژر خلاصیږي/ “ او یا/” فکر یې مه کوه، اوس لا وخت سته/ “ خپل کارونه او دندي د همېشه له پاره صرف نظر او یا یې وځنډوي. کله چې تاسې ته کوم کار پروت وي او تاسې د یادو شویو عذرونو او بهانو له وجې هغه نه کوئ، خبردار چې همدا سر نه ګرځول او صرف نظر کول اصلي ستونزه ده او باید اصرار پرې و نه شي.
– بهانې لټول
د خپلو ماتېو پړه مو پر بل چا مه وراچوئ او مه نور رټئ. د خپلو تېروتنو مسئولیت و منئ. تاسې خپله په خپلو انتخابونو کښې تېروتنه کړې ده. د خپلو ناسمو انتخابونو له پاره توجیې مه لټوئ.
بریالي شخصیتونه هیڅکله داسې کړنلاره نه غوره کوي. ټول تېروتنې کوي او کله کله ماتې خوري. خو بریالی شخص هغه څوک دی چې له خپلو تېروتنو پند اخلي او اصلاح کوي یې.
– عزم او استقامت نه درلودل
ډېری وختونه مسابقه له ماتې سره مخامخ کېږي ولي چې مسابقه خلاصه سوې نه ده. بریالیتوب هاغه کونج یا مایلې تپې کښې دی. عزم ولرئ. دوام ورکړئ. یوه بله تپه. یو بل کونج!
د ملکیت په برخه کښې درې مهم ټکي دي:”موقعیت، موقعیت، موقعیت “. په بریالیتوب کښې هماغه درې ټکي عبارت دي له:” عزم، عزم، عزم “.
– پر منفي اړخونو باندي تمرکز کول
ستاسې په ژوند کښې ډېر ځایونه داسې منفی شرایط او موضوعات سته چې تاسې ورباندې کنټرول نه لرئ. په همدې توګه مثبتي تجربې هم زیاتي دي او حتا ویلای شو چې مثبتې تجربې له منفي هغو څخه زیاتې دي. که تاسې غواړئ چې یو بریالی ژوند ولرئ پر منفي اړخونو تمرکز مه کوئ، ځکه دا کار ددې سبب کیږي چې هیڅکله رضایت و نه لرئ او په پای کښې لکه د یوه ماتې خوړلي کس په رقم ښکاره کېږئ.
– نا امني
کمزوري او لټ انسانان د ناامنۍ احساس درلودلو په وجه په خپلو کارونو کښې پرمختګ نه سي کولای. د داسې انسانانو د نه بریالیتوب له لاملونو څخه شاید یو هم له ځانونو څخه په وړتیا ښودلو کښې د دوی تمایل نه ښودل وي. دلته بېره مطرح نه ده؛ د اطمینان او اعتماد نه شتون د دوی د وروسته پاته کېدا سبب کېږي. د بېلګي په توګه: په یوه برخه کښې د تجربې نه درلودل کولای شي په ځانګړي ډول په فرد کښې پر ځان د بې باورۍ احساس د را پیداکېدو سبب شي. دلته هم د ضایع سوې موکې خبره مطرح ده. ځینې کسان دې ته چمتو نه دي چې په خپل محدود وخت کښې خپل کاري موقعیت ته د پرمختیا او ترقي ورکولو له پاره یوې او بلې خوا ته وخوځیږي خو دغه ډول تصمیمونه او کاري وړاندیزونه د ژوند نه بېلېدونکې برخه ګڼله کیږي. پر دې اساس وګورئ چې څشي تاسې ته اهمیت لري او په زړه جمعي سره یو مناسب تصمیم ونیسئ.
– د آسانو لارو انتخابول
تر هرڅه وړاندې باید په دې پوه شو چې بریالیتوب یوازې په دې معنی نه دی چې حتمن تر یوه ستونزمن او بې نظمه مسیر راوتلي اوسیږو. خو دا هم باید ووایو چې بریالي کسان همېشه اسانه لارې هم نه انتخابوي. کله اړ کېږئ چې له ځینو خنډونو څخه تېر شئ. باید وپوهېږئ چې څنګه په خپلو لږو محدودیتونو سره مخ په وړاندې ځئ. کله چې وکولای شئ له خپلو اعظمي ظرفیتونو ګټه واخلئ دا خپله بریالیتوب دی.
– ملګري او دوستان
شوني دي تاسې له خپل ځانه د یوه بریالي کس لازم شرایط منعکسولو درلودونکي اوسئ، خو آیا ستاسي دوستان او ملګري ستاسې سره په دې برخه کښې همکاري کوي؟ شوني دي هغوی ستاسې د بریالیتوب په نسبت متفاوت او متضاد نظر ولري او یا هیڅ نظر و نه لري. دوستان د منفي اغېزو په وجه بریالیتوب ته ستاسې د رسېدو لاره سختوي. حتا ځینې دوستان شوني دي په تاسې کښې شته بالقوه استعداد او وړتیا ته متوجه شوي نه وي او ستاسې وړتیا او استعداد په ځمکه ووهي. خو په یاد مو وي چې نور به پړه نه ګڼئ؛ تاسې یو بې ګناه قرباني نه یاست. د دوی د بې پروايي او بې اعتنايي ښکاره کولو سره سره، ستاسې د نویو کاري نظریو د بیانولو پر مهال په یاد ولرئ چې همدا تاسې یاست چې په دغسې او هاسې شېبو کښې مو دغه دوستان انتخاب کړي دي. که په همدې معیار د دوستۍ اړیکي تاسې ته ارزښت لري، نو داسې کار وکړئ چې په خپل خاص مېتود او کړنلاري سره دا دوستان متاثره کړئ. کله چې مو وکولای شوای پړه یې کړئ، پر ځای یې داسې کسان خپل واقعي او رښتیني دوستان جوړ کړئ چې باوري او د اعتماد وړ وي، له دې هاخوا نور همېشه له خپل ژونده وباسئ.
– بدبیني او نهیلي
په زړه پوري دا ده چې کولای شئ هر هغه څه ته چې ورباندې باور لرئ؛ ورسېږئ. له خپل ځانه وپوښتئ چې غواړئ څه ډول افکار له ځانه ولېږدوئ. آیا خوشبین یاست که بدبین؟ که باور نه لرئ چې کولای شئ ورسېږئ، نو نه شئ رسېدلای.
بدبیني مو هره لحظه مخ ته بیايي. و به وینئ چې په ناپوهېدلي توګه به ځان تخریبوئ. په ځان کښې د خوشبینۍ قوه وغوړوئ. په داسې لارو پسې ولاړ شئ چې باور وکړئ چې نور کولای شئ بریالیتوب ته ورسېږئ.
– له مسئولیت منلو تېښته
زه د یوې حوزې مرستیال پولیس یم او څو ورځي وړاندي د یوه افسر پولیس سره ولاړم چې محکمې ته دوه بندیان ورسوو. وخت تېر شو، خو بندیانو قاضي ته همدا بهانې کولې چې د ده د لورې صادر سوي حکمونه، سهي نه دي او دوی دا کارونه نه دي کړي.
کله چې مو بندیان بیرته محبس ته راوستل، د پولیسو افسر ته مي وویل چې ناکام اشخاص او بندیان، دواړه ورته عادتونه لري. دوی د ژوند مسئولیتونه نه قبولوي.
وروستۍ کرښه دا ده چې: تاسې مسئول یاست، چې څشي انتخاب کړئ پر هغه اعتراف وکړئ یا هغه ومنئ یا نه، خو یوخت به یې قبولوئ ( او دا هغه وخت دی چې کله ځواک حاصلوئ)، د بریالیتوب پر لاره ګام اخلئ.
– د سرچینو نشتون/کمی
تر دې نو هیڅ غیرطبیعي موضوع نسته چې انسان بریالیتوب ته د رسېدو په لار کښې د ټولو لازمو وړتیاوو د درلودلو سره سره، یوازې له خپل کنټرول څخه بهر لاملونو په خاطر، له وړاندې تګ څخه پاتېږي. د مالي سرچینو نشتون او یا له کورنۍ څخه د ساتنې او یا نورو مسئولیتونو له پاره د کافي وخت کمی کېدلای شي واقعي قاتلان وي. تر غربت او فقر لاندې را غټېدل او یا د داسې ژوند تامینول به چې ستاسې ورته اړتیا ده، راتلونکی متفاوت له هغه څه څخه چې ستاسې په ذهن کښې تصور سوي دي؛ ترسیم کړي. البته باید پوه شو چې بریالیتوب یوازي د متفاوتو مقیاسونو پر اساس نه، بلخوا په بېلابېلو ځایونو او شرایطو کښې هم د فکر وړ دی. باید و منو چې د انسان ژوند او مقبولي موخې شوني دي د تغییراتو ښکار سي چې په دغسي شرایطو کښې، ددې تغییراتو په تطبیق کښې ستاسي وړتیا د بریالیتوب یو لوی مقیاس شمېرل کیږي.
– ځان رټنه
ځینې وختونه موږ کله د ځینو دلایلو پر اساس ځان تحقیروو. دا زده کړئ چې څنګه په بحراني حالاتو کښې د ځان په اړه له بدو احساساتو او وروسته پاتیو افکارو څخه راوتلای شو. دا موضوع د بریالي کېدو له پاره ډېره مهمه ده. شونې ده ځینې موضوعات تاسې ناراحته کړي. زده یې کړئ چې خپل احساسات په مناسبه طریقه څرګند کړئ او هیڅکله ځان د کومې موضوع له مخي تحقیر نه کړئ او ناراحت کوونکې افکارو ته په ذهن کښې ځای ور نه کړئ. دغسې افکار مو وخت او انرژې اخلي.
– د وخت تېرولو له پاره د نامناسبو کسانو ټاکل
موږ په آسانۍ سره د محیط له پاره وړ ګرځوي. همدا وجه ده له هغو کسانو سره وخت تېرول چې پر تاسو فشار راوړي ترڅو وروسته پاتې نه شئ؛ زیات اهمیت لري.
ښه، اوس نو ستاسو پر شاوخوا څنګه کسان راټول دي؟ آیا باصلاحیته کسان دي چې تاسې تشویقوي او د بریالیتوب په لاره کښې تاسې ته توانايي درکوي؟ کنه، خپله ځان ته خوځښت ورکړئ.
– شاته د کتلو اړتیا
د ښوونځي او مدرسې ښوونکی، د اردو سرتېری او د کور څښتن په بېلابېلو طریقو بریالي دي. په کار کښې بریالیتوب ممکن تر هرڅه وړاندې جذاب تر مالوم سي، که په تمه کېدونکي وخت کښې مو و نه شو کړای؛ مه اندېښمن کېږئ. یو ګام شاته واخلئ او وګورئ چې ستونزه چیري ده.
هغه که ستاسې دوستان پړه وي او یا ستاسې پر نفس اعتماد، دقت وکړئ چې د لابریالي او قانع کوونکي موقعیت په لاس راوړلو له پاره د فرصتونو څخه د ګټي اخیستني په لور کوټلي ګامونه واخلئ.
– د نورو اړتیاوې مشاهده کړئ
که یوازې خپلو اړتیاوو ته پاملرنه کوئ هیڅکله به بریالي نه شئ. شوني دي له نورو څخه په ناسمي ګټي اخیستني څخه نه حسابېدونکې شتمني ترلاسه کړئ. که داسې وي هیڅکله د بریالیو کسانو په قطار کښې نه راځئ، ځکه کله چې اول و آخر د خپل ځان سره سپین یاست، نه شئ کولای چې خوښ اوسېږئ. په ژوند کښې د بریالي کېدو بهترینه تګلاره د نورو سره مرسته کول دي.
– بې موخې ژوند
باید د ژوند په وړاندې د مسئولیت احساس وکړئ او د ځان له پاره موخې په نظر کښې ونیسئ. رښتیا، باید هر کس د خپلې هري ورځي له پاره پلان او موخې ولري ترڅو بلاخره لوړو موخو او ورپسې بریالیتوب ته ځان ورسوي. بې موخې ژوند کول د یوه انسان د باارزښته وجود زیانمول دي.
– پوهه نه درلودل
بریالي شخصیتونه میاشتې او کلونه وړاندې خپل بریالیتوب وړاندې تر دې چې هغه ته ورداخل سي، ویني. دوی د مخ پر وړاندې تللو او راتلونکی انځورولو وړتیا لري او د دوی، د دوی د کورنۍ او کار له پاره چې څشي ښه وي؛ هغوی انځوروي.
د پوهې نه درلودل یو ستر خنډ دی. کښېنئ او د راتلونکی لیدلو تمرین وکړئ- او هغه په آسانۍ سره جوړ کړئ!
ځینې وختونه د لارې په منځ کښې موږ هېروو چې کوم کار کول مو غوښتل. البته ژوند ځینې وختونه داسې شرایط راته جوړوي چې په مختلفو جریانونو کښې راسو. مګر ډېری وختونه ددې بېلابېلو رفتارونو کولو او خپلو هېلو هېرولو مرتکبین او مجرمین موږ خپله یوو. که غواړئ چې بریالي اوسئ باید د خپلو موخو پام وساتئ او هېري یې نه کړئ.
– مه تسلېمېږئ
کله چې د یوه خنډ سره مخامخ کېږئ څه کوئ؟ آیا تسلېمېږئ که یا د هغه سره د مخامخ کېدو له پاره خپل وروستی آن او هاند تماموی؟ بریالي کسان هیڅکله نه تسلېمېږي او موخې ته د رسېدو په موخه ځانونه ژمن او مسئول ګڼي.
– سوال تر ځواب بهتر دی
په داسې حال کښې چې ډېری خلک فکر کوي چې د ځواب درلودل تر سوال بهتر دي زه باور لرم چې سوال بهتر دی؛ ولي چې تر ډېره په زیات فهم او درک تمامېږي. سره له دې چې زیات خلک په دې باور دي چې تېروتنه کول بد دي زه باور لرم چې تېروتنه کول ښه دي؛ ځکه چې باور لرم په تېروتنې کولو او د ددوی په وړاندې غبرګون ښودلو څخه ډېر څه زده کوو. سره له دې چې ډېری خلک فکر کوي درد ښه شی نه دی زه باور لرم چې همدا درد انسان پیاوړی کوي.