د شهزاد اقرار افغان کرکټ بورډ ته د زهرو ګوټ و 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شهزاد محمدي اخیر هم د افغان لوبڅارانو د قضاوت په اړه خوله را خلاصه کړه، چې افغان کرکټ بورډ ته یې برداشت اسانه نه و.

 د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شهزاد محمدي د غازي امان الله خان دویم پړاو لیست ای ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د سپین غر زون لوبډلې لوبډلمشري ترسره کوله، چې خپله لوبډله یې د سمیع الله شینواري په شتون کې د لمړۍ لوبډلې په توګه تر پای لوبې ورسوله، خو په وروستۍ سیالۍ کې یې د لوبڅارانو په یو اړخیز قضاوت نا ویلې واورولې.

 د پای لوبه کې سپین غر زون د بوسټ لوبډلې سره مخامخ شوه، چې پکې سپین غر زون لوبډلې بوسټ زون ته د ۳۲۱ منډو ستر هدف ورکړ، چې پوره کول یې اسانه خبره نه وي.

په دغه سیالۍ کې د لوبې لوبڅار احمد شاه پکتین د بوسټ په ګټه د سپین غر خلاف ځینې پریکړې وکړې، چې شهزاد ته د منلو نه وې.

شهزاد محمدي د پای لوبې مراسمو په ژوندي خپراوي کې د لوبڅار خلاف د یو اړخیز قضاوت اقرار وکړ او وې ویل د لوبڅار پریکړې سیالي په روغ لاس بوسټ ته ډالۍ کړه او که په سیالۍ کې یې تر ۴۰۰ پورې منډې هم جوړې کړې وي، نو ورپسې پوره کیدلې.

شهزاد په خپلو خبرو کې وویل، پای لوبه کې یې د لوبڅار د پریکړو له کبله د ۱۱ پر ځای د ۱۴ لوبغاړو سره مقابله کړې، نو ځکه خو ورته د لوبې ګټل سخت شول.

 د شهزاد سپینو خبرو په ټولنیزې شبکې فیسبوک پاڼې کې یو شمیر غبرګونونه را وپارولي دي، چې یو شمیر د شهزاد محمدي لخوا د اصولو ماتولو په اړه دي، خو ډیر شمیر نور بیا د لوبڅار په غیرې عادلانه قضاوت را څرخیږي.

 د شهزاد محمدي لخوا دغه کړنه وروسته له هغې ترسره شوه، کله چې د افغان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مسول بشیر ستانکزي شهزاد محمدي ته د یو شمیر نورو کشرانو لوبغاړو مخامخ اخطار ورکړ.

د افغان کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیټې هم د شهزاد محمدي دغه کړنه جدي ونیوله او نوموړی یې د یوې ۵۰ اوریزه نړیوالې لوبې څخه منع او د بلې ۲۰ اوریزه سیالۍ د لوبې ټاکلي فیس ۵۰ سلنه جریمه کړ، خو د لوبڅار په حق کې هیڅ هم و نه ویل شول.

شهزاد محمدي داسې مهال د یوې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ څخه منع کیږي، چې د ایرلینډ خلاف راتلونکي سیریز کې د ویکټ کیپر توپ وهونکي په توګه د لوبډلې غړی دی، خو د لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ څخه منع شوی دی، په داسې حال کې چې دویم ویکټ کیپر هم په لوبډله کې شتون نلري او افغان کرکټ بورډ هم په دې اړه بل څوک نه دی په ډاګه کړی.

ویډیو؛

https://www.facebook.com/waheed.bahir1/videos/1800942363324068/

 د شهزاد محمدي لخوا د لوبڅار خلاف اقرار افغان کرکټ بورډ ته د زهرو ګوټ و، نو ځکه خو یې د شهزاد خوله سم د لاسه بنده کړه، خو د لوبڅارانو د ناسمو پریکړو په اړه هیڅ داسې څه وجود نلري، چې لوبڅاران دې هم مکافات او مجازات شي، البته مکافات به وي، خو د مجازاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، ګنې افغان کرکټ بورډ دې د بنګله دیش خلاف د تیر سیریز څخه د لوبڅآرانو د غلطو پریکړو د مجازاتو یوه بېلګه وړاندې کړي.

 داسې ډیر شوي دي، چې په نړیوالو لوبو کې یو شمیر لوبغاړي د لوبڅارانو خلاف خولې را خلاصې کړې دي، خو لوبغاړو ته د اصولو له مخې استعلام لیږل کیږي او د څرګندونو په اړه ورڅخه پوښتل کیږي، که لوبغاړی پړ وګڼل شي، نو مجازات کیږي نه دا چې لوبغاړی مخامخ وننګول شي، لکه څنګه چې شهزاد د بشیر ستانګزي لخوا ننګول شوی دی.

بل دا چې شهزاد څرکندونې د لوبې څخه وروسته کړې دي، نه یې د لوبې پر مهال د امپایر خلاف سرغړونه کړې ده، نو په کوم دلیل شهزاد ته سزا اورول کیږي ؟

 که د افغان کرکټ بورډ د ډیسپلین کمیټه خپلو چارو کې پرمختګ غواړي او د سرغړونو په صورت کې خپله لایحه تطبیق کوي، نو باید هرې برخې ته اصول جوړ او عملي شي، نه دا چې یواځې په لوبغاړو د تطبیق وړ وي.

بل دا چې د افغانستان د کرکټ بورډ سره اوسني لوبڅاران لا هم دې ته جوګه نه دي، چې په نړیوالو لوبو کې دې سمه لوبڅاري وکړي، نو پکار دا ده، چې د ظرفیت لوړونې برخه کې ډیر کار وشي، ګنې ښايي په دغه ډول پریکړو سره افغان لوبڅاران د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ډیر منفي پواینټونه ترلاسه کړي او د لوبو د لوبڅارۍ څخه یې منع کړي.