د جنوبي افریقا د ملي او نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړي تیز بالر ډیل سټین د خپل نړیوال کرکټ د راتلونکې په اړه پریکړه کړې ده.
د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې دغه ښي لاسي تیز بالر، چې په وروستیو کې یو ځل بیا د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شوی دی، وايي نور په نړیوال کرکټ کې د لوبیدو لپاره زړه نه ښه کوي.
د کرک انفو ویپ پاڼې د معلوماتو پر اساس ډیل سټین ویلي، د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو وروسته به د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو څخه تقاعد واخلي.
نوموړي ویلي په وروستیو کې مسلسل ټپي کیدو مجبور کړی دی، چې د محدوده اورونو په لوبو کې د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نور ونه لوبیږي، خو ټیسټ کرکټ ته به دوام ورکړي.
دغه تیز بالر په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، هیله مند دی، چې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته په لوبډله کې غوره شي او د خپل ۵۰ اوریزه و ۲۰ اوریزه نړیوال کرکټ څخه به مخه ښه وکړي.
ډیل سټین خپله وروستۍ ۵۰ اوریزه سیالي په ۲۰۱۶ م کال کې د اسټرالیا خلاف ترسره کړه، خو له هغې وروسته بیا نور په دغه سیالیو کې ونه لیدل شو.
اوس مهال د جنوبي افریقا مشهوره تیز بالر ډیل سټین د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سره د سریلنکا په سفر کې ملتیا کوي او په دوه ټیسټ لوبو کې هم ولوبید.