غږيزه ککړتيا او د انسان او ژویو پر ژوند یې منفي اغیزې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
غږيزه ککړتيا چې په دري ژبه کې ورته آلودګی صوتي وايي او د چاپېريالي غږونو په نامه هم مشهوره ده، د غږونو هغو ټولګې ته ويل کېږي چې د انسانانو او ژويو پر ژوند منفي او زورونکی اغېز ښندي. د دغې ککړتيا لامل په عمومي توګه د لېږد رالېږد سيستمونه او صنعتي دستګاوې ګڼل کېږي. د نړۍ په ډېری ښارونو کې د چاپېريال ساتنې اړوند بنسټونه د غږيزې ککړتيا د حد او اندازې د مالومولو په موخه له (Decibel) واحد څخه کار اخلي.
غږيزه ککړتيا د هوا او اوبو ککړتياو… ترڅنګ د يو پاک او ارام ښار لپاره تعيینوونکی فکتور ګڼل کېږي. خو پوښتنه دا ده چې غږيزه ککړتيا څه ده او زموږ د چاپېريال او شاوخوا سره څه کوي؟ په دې ليکنه کې به تاسو د دې پوښتنو ځوابونه ومومئ.
چاپېريالي او مزاهم غږونه يواځې زورونکي نه دي، څېړنې ښيي چې صوتي ککړتيا په اوږدمهاله ډول جسمي او روحي ناروغۍ رامنځ ته کوي او حتی ممکنه ده چې غږيزه ککړتيا په ماشومانو کې د زده کړې او بدني ودې د پروسو ټکني کېدو سبب هم شي. د امريکې متحده ايالتونو د سلامت ملي موسسې د يوې څېړنې پايله ښيي چې د موټرونو د ټرافيک غږ د ورځې او شپې په اوږدو کې کولی شي د وينې د فشار د لوړوالي سبب شي. يوه يوه بله څېړنه چې د لندن ښار د هېټرو هوايي ډګر شاوخوا کې ترسره شوې ده، ښيي چې په هوايي ډګر کې د غږونو ډېرېدل د زړه د ناروغيو د ډېرېدو سره مستقيمه اړيکه لرله، يانې له کله نه چې په ياد هوايي ډګر کې صوتي ککړتيا ډېره شوې، په همغه اندازه دې ساحه کې د زړه د ناروغيو له امله روغتونو ته د خلکو ورتګ هم ډېر شوی دی.
صوتي ککړتيا ته غبرګون دومره د پام وړ دی چې ځانګړی نوم لري: غږيزه زورونه. دا زورونه هغه احساس بيانوي چې هر فرد ورسره د غږيزې ککړتيا پر مهال مخامخ کېږي لکه؛ ګیچي، نارضايي، ناخوښي او داسې نور … .
د غږيزې ککړتيا اړوند يوه موضوع چې ډېره جدي ده، هغه دا چې ماشومان نسبت نورو ته ډېر د غږیزې ککړتيا څخه زيانمن کېږي. څېړنې ښيي هغه ماشومان چې ډېر وخت د غږيزې ککړتيا سره مخامخ دي؛ په دوی کې د اختلال د رامنځ کېدو امکان ډېر دی. يوه څېړنه ښيی چې د هوايي ډګرو غږيزه ککړتيا په ماشومانو کې د اختلال او د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي.
د غږيزې ککړتيا اضرار يوازې موږ ته منحصر نه دي، همدا غږونه ژويو ته هم زيان رسوي.
ښايي ځيني کسان ووايي چې چاپېريال يا طبيعت خو خپله هم په چورلټ ډول سکوت نه دی او نه وو، رښتيا وايي. د ډول ډول الوتونکو غږونه، د تالندې او برېښنا او بادونو غږونه هم د طبيعت د بازار برخه ګڼل کېږي، خو د دې غږونو توپير له انساني غږيزو ککړتياو سره دا دی چې له پېړيو پېړيو راهيسې موږ او تاسو له دې غږونو سره بلد يوو. هغه غږونه چې موږ انسانانو چاپېريال ته وردننه کړي دي، تعادل يې ګډوډ کړی او د الوتونکو ژوند او مهاجرت يې د خطر سره مخ کړی دی.
د مختلفو څېړنو په پايلو کې دا څرګنده شوې چې د ډول ډول پرمختللو ماشين آلاتو ناخوښه غږونه د دې سبب ګرځي چې مختلف حيوانات دې خپل ورځيني خواړه په اسانۍ سره ونه مومي او ژوند يې د خطر سره مخامخ شي.
سرچينه: YOUC.IR