افغانستان د ایرلینډ سفر لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ خلاف راتلونکې سفر لپاره خپلې غبرګې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې یو شمیر نویو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف په راتلونکې اګسټ میاشت کې په ۳ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه سیالیو کې مخ کېدونکې ده.
افغان کرکټ بورډ دغه سیالیو ته نن خپلې دوه لوبډلې اعلان کړې، چې د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک شامل دي.

بل خوا په همدي سفر کې د ۵۰ اوریزه سیالیو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې د شهزاد محمدي ترڅنګ جاوید احمدي، احسان الله جنت، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، دولت ځدران، افتاب عالم سعید شیر زاد او وفا دار مومند ته ځای ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو لړۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالي سره پیل کیږي او د همدغه میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

نږدې ۸ میاشتې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د همدې ایرلینډ خلاف د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې ۳ پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړې، چې پکې افغانستان ۲ د ۱ مقابل کې ماتې وخوړې.

احسان الله ساپی