تیروتنې کول درته ګټه رسوي، خو څنګه؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

په ژبه کې تېروتنه زموږ له پاره ښه ثابتېدای شي. زیات کسان په ورځني ژوند کې په خبرو کې تېروتني کوي – دا تېروتني زموږ له پاره ګټورې دي ؛ ځکه چې په دې ډول موږ نوي څه زده کوو.
یوه عامه اصطلاح ده چې وايي: له خپلو تېروتنو يې زده کړئ. په تېروتنو سره زموږ ذهني پیاوړتیا وده کوي خو دا هغه وخت امکان لري چې خپلو تېروتنو ته متوجې اوسو. د پوهانو په وینا له خپلو تېروتنو زده کړه زموږ ذهن خلاصوي او ذهن مو فعاله کيږي.
پر ۱۲۳ کوچنیانو له یوې تجربې څخه دا جوته سوه – هغو ماشومانو ډېر څه زده کړل چې خپلو تېروتنو ته متوجې ول.
تېروتنې مو له خپل تحت الشعور څخه خبروي
مشهوره امریکايي پوه اسکر وایلډ وايي هر انسان خپلې تېروتنې ته د تجربې نوم ورکوي. نوموړی په دې باور دی چې ټولې تېروتنې یوازې منفي پایلې نه لري، بلکې ځینې يې مثبتې پایلې هم لري. یعنې داسي تېروتنې موږ کوو چې په کولو سره يې موږ ته خپل پټ هُنر او استعداد را ښکاره کيږي او بیا موږ هغه هُنر په کار اچوو.

یوازي هغه خلک غلطي نه کوي چې هیڅ کار نه کوي

تېروتني مو موخو ته رسوي
یوازي هغه خلک غلطي نه کوي چې هیڅ کار نه کوي، که له تیروتنو ویره لرئ نو هیڅکله په کوم نوي کار لاس نه شي پورې کولی. خو که تیروتنې ومنو، نو خپلو ډیرو لوړو اهدافو ته رسیدای شو.
له تېروتنو څخه زموږ ځانګړنې واضح کیږي
مشهور لیکواله جی کی رولینګ وايي چې د عمر له شل کلنۍ څخه تر دېرش کلنۍ پوري ېې ډیري ناکامۍ تجربه کړلې. نوموړې له خپل خاوند څخه جلا سوه او د خپلي لور سره يې د غربت ژوند کاوه. نوموړې وايي چې دې ځانځاني پرېښوده او اوس یوازي پر هغو شیانو فکر کوي چې ورته مهم دي. یاده لیکواله د خپلو ځانګړنو څخه په ګټه اخیستلو سره نن ورځ د نړۍ له مشهورو لیکوالانو څخه ده.
تر ټولو مهمه؛ زموږ تېروتني موږ ته د خندا له پاره موقع راکوي. ډېری وختونه کله چې موږ خفه یا په فکرونو کې ډوب یوو، نو د خپلو یا نورو تېروتنو یادول موږ خندولی شي.