ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
ټاکنې په ډيموکراتيکو او ولسواکو نظامونو کې د وړ او مناسبو کسانو د ټاکلو لپاره ترټولو ښه لار ګڼل کېږي. د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې په لويديځ کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون رواج ومونده. په ډېری اروپايي هېوادونو کې سياسي مشارکت او د رايې ورکولو حق په همدې دورې کې پيل شو او په پرلپسې ډول په ټوله اروپا کې دا چاره مخ په خپرېدو شوه.
په ډېری هېوادونو کې د عمومي رايې حق ډېر وروسته او د شلمې پېړۍ په اوايلو کې خلکو ته ورکړل شو. په همداسې حال کې ښځينه وو ته د رايې ورکولو حقوق هم ډېر وروسته، د ښځينه فعالينو او بنسټونو په منډو ترړو او د ډيموکراتيکو نظريو په خپرېدو سره ورکړل شو.
په افغانستان کې هم وروسته د طالبانو د حکومت له نسکورېدو او د اساسي قانون د تصويبېدو څخه ټاکنې د سياسي او مديرتي چارو د پرېکړې کولو لپاره د يوه اصل په توګه ومنل شوې. وروسته له ډېرو خبرو اترو او څېړنو څخه د ټاکنو خپلواک کميسيون په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د يو بنسټ په توګه رامنځ ته شو. د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۶ مادې په اساس، له هر ډول ټاکنو څخه څارنه او په افغانستان کې د خلکو عمومي رايو ته مراجعه کول؛ د ټاکنو خپلواک کميسيون له وظايفو څخه ګڼل کېږي. د ټاکنيزو درغليو او نيوکو څېړل او حلول د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون دنده ده.
په اوسني عصر کې ټاکنې د ډيموکراتيکو خلکو د ژوندانه اصل او زړی ګڼل کېږي. په ډيموکراتيک نظام کې د خلکو ونډه؛ رڼو او عادلانه ټاکنو ته اړتيا لري او همدارنګه د اصولو په اساس پرته له سياسي رقابتونو څخه سیاسي مشارکت، ډيموکراتيک مشارکت نه ګڼل کېږي. سربېره پر دې هغه حکومتونه چې خودکامه دي او يا هم قدرت د يوه حزب په انحصار کې پاتې کېږي، نو بيا هم خلک پکې ټاکنو ته باوري دي او په ټاکنو کې ګډون کوي. ډيکتاتوره او خودکامه حکومتونه له مختلفو لارو خلک رايې ورکولو ته رابولي.
په ډيموکراتيکو نظامونو کې، د ټاکنو له لارې په حکومتونو کې د خلکو ونډه او ګډون يو مهم اصل ګڼل کېږي. د افغانستان اساسي قانون په ښه توګه دغه حق خلکو ته ورکړی دی او د افغانستان خلکو ته يې دا صلاحيت ورکړی څو د سياسي حاکميت په ټولو برخو کې پرېکړې وکړي او د خپلو رايو له لارې خپل برخليک وټاکي.
که څه هم لا تر دې دمه په بشپړ ډول خلک د ټاکنو اصولو او قوانينو ته دومره ژمن نه دي او باور پرې نه لري، خو د وخت په تېرېدو سره دا ستونزه له منځه تلونکې ده.
سرچينه: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وېبپاڼه