د ژوند هغه (۲۷) درسونه چې له نړۍ لیدنې مې زده کړل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: کټرین ماهر
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
نړۍ لیدنې (د نړۍ ګوټ، ګوټ ته سفر کولو) له ماسره ډیره مرسته کړې.
زه ډاډمنه یم چې داسې څه نشته چې د ځمکې لاندې پټ اوسي او رابرسیرن شوي نه وي. نړۍ لیدنې (سفر کولو) ماته ډیر څه راوښودل او زه د دغو ټولو زده کړل شویو درسونو او تجربو څخه ډیر زیاته خوښه یم. هغه چې ما له خپلو سفرونو زده کړي څو یې له تاسو سره یې هم شریکوم:
۱. فعالیت کول یو امتیاز دی.
۲. عجیب و غریب اوسه، خو بیداري مه هیروه.
۳. د خلکو درناوۍ کوه، ته به یې هم بیرته په ډیرې خواخوږۍ سره ترلاسه کړې.
۴. ناکامي تل د زده کړې فرصت دی.
۵. لکه څنګه چې په ځان باور درلودل کولای شي د نړۍ ترهر ځای پورې دې ورسوي، نو همدارنګه د احمقو خلکو زغمل دې هم رسوي.
۶. له ځان څخه ښه خلک راچاپیر کړه (ښه ملګري ومومه)، همدا ښه ملګري به هروخت ستا په ښادۍ او غمشریکۍ کې حاضر وي.
۷. په سهار کې هرڅه ښکلي او ښه بریښي، پرته له خیرنې (ناولې) روجايي او یاهم کمپلې څخه.
۸. ستا روغتیا تر بل هرڅه ډیره مهمه ده.
۹. کله چې یو کار ترسره نکړې، نو ډیری وخت د پښیمانتیا احساس کوې.
۱۰. کله چې خفه یې، نو وخت دې د ګوشکیو کارولو (د سندرو په اوریدو) مه تیروه، ځکه چې دا کار ډیر ګواښوونکی دی او کله چې خوشال یې، نو که چیرې ګوشکي وکاروې، نو د ژوند ټولې خوندورې شیبې به درڅخه تیرې شي.
۱۱. د خپلې سویې پورته کسانو ملګرتیا کوه، ځکه چې نوي شیان ترې زده کولای شې. د خپلې سویې برابر کسانو ملګرتیا ارام بښونکی کار دی، خو نوي شیان ترې نه شې زده کولای.
۱۲. په خپلې حافظې دې باور کوه، نه پر کامرو باندې. هغه مهال چې پر عکس اخیستلو تیروې په مشاهده یې تېر کړه.
۱۳. که چیرې “نه” ویل ترټولو زړه دردوونکی ځواب وي، بیاهم پوښتنه دې په زړه کې مه ساته.
۱۴. هغه څه په ځان کوه (اغونده) چې ته پکې د ارامۍ او راحتۍ احساس کوې. ځکه، په دې هیڅکله هم نه پوهیږې چې کله به مرې. هغه څه چې خوند درکوي، اغوستل یې ځانته یونیفورم وګرځوه.
۱۵. تر ټولو شتمن کسان له ما او ستا څخه توپیر لري، خو دوی په یقین سره چې ډیر زړه راښکونکي دي.
۱۶. خلک، خلک دي؛ د نړۍ په هر ګوټ کې اوسیږي. هڅه وکړه چې د کورنۍ په اړه یې ترې وپوښتې.
۱۷. د سړک ترغاړو پلورنکي خواړه خوره، خو په هغو ځایونو کې یې خوره (له هغو ځایونو څخه یې پیره) چې په زیاته اندازه هټۍ اوسي.
۱۸. امریکایان خپل دوست و دښمن ته خاندي، چې دا کار پخپله مقابل لوري ته یوه ډالۍ ده. ته هم همدا مهارت په سمه توګه وکاروه.
۱۹. ټول نظامونه خپل مثالونه لري؛ له ښارونو څخه تر سیاستونو پورې.
۲۰. خلک د خپل ځان دولتونه نه دي.
۲۱. ټولنیز چلند له خوښیو ډک او شتمن دی.
۲۲. ښې او بدې پریکړې ډیری وخت د سهار په (۳:۰۰) بجو کې نیول کیږي.
۲۳. ته باید د خپلو ارزښتونو او حقونو د لاسته راوړلو له پاره مبارزه وکړې؛ باید په دوامداره توګه یې غوښتنه وکړې.
۲۴. د هرچا ډالۍ منه، ان که د یوې موټې پستې په څیر هم اوسي.
۲۵. خواخوږی اوسه.
۲۶. پرته له پیژند پاڼې (تذکرې) څخه، له کور نه بهر مه وځه.